د امریکا یوه سپوږمکۍ فضا ته تر لیږلو وروسته لادرکه شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د ستراتیژیک قوماندې مرکز خبر ورکړی چې دوی د هغې سپوږمکۍ څرک نه لري چې وړمه ورځ یې فضا ته ولیږل او د ځمکې مدار ته نیژدې لادرکه شوi.

د امریکا د سي ان ان تلویزون ویلي چې د امریکا فضائي شرکت «سپېس اکس» د فالکن په نامه میزایل باندي د امریکا د حکومت لپاره یوه سري سپوږمکۍ فضا ته ولیږله.

او نورو سرچینو خبر ورکړی چې یاد میزایل او ورسره فضائي سپوږمکۍ چې په ګران بیه جدیدو سامانو الاتو مجهزه وه، لادرکه شوې.

د zuma په نامه د امریکا د حکومت دغه سري سپوږمکۍ د فلوریډا ایالت څخه د تیرې دوشنبې په ورځ فضا ته ولیږل شوه.

د بلومبرګ په نامه اژانس ویلي چې د کانګریس او حکومتي جګپوړو چارواکو ورته ویلي چې فضا ته تر لیږلو وروسته په بیړۍ کې تخنیکي ستونزي را مخته شوې چې له امله یې هغه لادرکه شوه.

ځینو سرچینو ویلي چې فضائي «سپوږمکۍ» د میزایل سره په سمندر کې غورځېدلې.

سرچینه: انټرفاکس اژانس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د