ورزش

شهزاد له بندیزونو وروسته په فروري کې میدان ته را ګرځي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرېکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی او وکټ کیپر محمد شهزاد چې د کرېکټ د نړیوالي شورا له لوري باندي بندیزونه وه، بالاخیره یو ځل بیا د افغانستان ملي لوبډلې ته را ستنیږي او مینه وال به یې وکولای شي چې هغه د راتلونکي فروري میاشتې پر پنځمه نیټه یو ځل بیا د زمبابوي پر خلاف لوبو کې وویني.

ټاکل شوې چې زمبابوې سره په متحده عرب اماراتو کې د فروري پر پنځمه او شپږمه دوه شل اوریزې لوبې وشي، او بیا د فروري پر نهمه، یولسمه، دیارلسمه، شپاړلسمه، او نولسمه پنځه یوه ورځنۍ لوبې تر سره شي.

شهزاد په دواړو ټیمونو کې اخیستل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په سپورټ کې ځیني دواګانې ممنوع دی چې باید لوبغاړي ځان ځیني وساتي، ځکه چې دغه دواګاني د لوبغاړي جسماني قدرت زیاتوي.

پر شهزاد تور پوري شوی وو چې هغه دغه دواګانې استعمال کړي چې له امله یې د کرېکټ نړیوالي شورا پر هغه د یوه کال بندیز لګولی وو.

پر شهزاد بندیزونه په رسمي ډول د جنوري پر اولس پورته کیږي او د هغه وروسته کولای شي چې د لوبو ډګر ته را وګرځي.

د شل اوریزو لوبو لپاره انتخاب شوي لوبغاړي په لاندي ډول دي:

کپتان اصغرستانکزۍ، وکټ کيپر محمدشهزاد، عثمان غني، کريم صادق، نجيب الله زدران، شفيق الله، سميع الله شينواري، افتاب عالم، محمدنبي، ګلبدين نايب، راشدخان، مجيب زدران، شراف الدين اشرف، حامدحسن، شاه پور زدران.

او یوه ورځنیو لوبو لپاره لاندي:

کپتان اصغرستانکزۍ، وکټ کيپر محمدشهزاد، جاوېداحمدي، احسان الله جنت، نجيب الله زدران، رحمت شاه، سميع الله شينواري، ناصرجمال، محمدنبي، ګلبدين نايب، راشدخان، مجيب زدران، شراف الدين اشرف، دولت زدران، شاپور زدران،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x