نظــر

اخوان المسلمین؛ پرون، نن، سبا – دوهمه برخه

مصر او ارزښت یې:

له پخوا راهیسي لویدیځ، ختیځ او په مجموع کې د نړۍ پنځه واړه ستر قدرتونه د مصر له وضعیت سره ژور او یا هم څه نا څه په اړیکه کې پاتي شویدي، دلچسپي ور سره لري، د بیلابیلو موخو لپاره ور سره مرستې کوي او تر ټولو مهمه دا چې په هر ډول اقداماتو یې هڅه کړې چې هلته د خپلې خوښې نظام را مخې ته کړي. په مصر کې بهرنی لاسوهنې او د لاسپوڅو نظامونو ځای پر ځای کول اوږده سابقه لري.

لدې لاسپوڅو نظامونو څخه  د نظام د رهبرۍ سربیره د اسلامي افکارو او ډلو مشران او غړو د ځپلو لپاره پوره کار اخیستل شویدی.ښايي له ډیرو سره دا پوښتنه مطرح وي چې مصر څه ارزښت لري؟ ولې یې بدلونونه په نړیواله کچه د رسنیو او نورو بیلابیلو استخبارتي او استعماري کړیو له لوري په ځیر څارل کیږي؟ مصر په تاریخي او جغرافیوي لحاظ څه ځانګړنې لري؟ او تر ټولو مهمه دا چې بهرني او سیمه ایز قوتونه پکې څه مشخصات ویني.
له بله اړخه مصر د اخوان المسلمین په څیر د نړیوال مظبوط خوځښت او نورو اسلامي ډلو د اصلي پایګاه  او یا هم د سید جمال الدین افغاني په څیر نومیالیو او د اسلام په غم غمجنو نړیوالو څیرو د فعالیتونو د پرمخ بیولو او تبلیغولو سیمه هم پاتې شویده. د لیکنې پدې برخه کې مو دا او دیته ورته پوښتنو د ځواب هڅه کړې.

د مصرتاریخي ارزښت:

مصر په تاریخي لحاظ د اسلام پخوانی پیاوړې مرکز پاتې شویدی چې په یوه ډول یې د ټولې اسلامي نړی په برخلیک کې ټاکونکی رول تر سره کړیدی.

مصر د پیاوړیو اسلامي حکمرانیو د مرکز او د اسلام د سترو دښمنانو د ګورستان په توګه اوږده سابقه لري چې د تاریخ په هر دور کې یې په یوه نه یوه ډول د رهبرۍ توغ په خپل لاس اخیستی  او پداسې مهال چې اسلامي ولسونه د دښمنانو تر ناتار یرغل لاندې راغلی، د ټینګې مبارزې بیرغ یې لدې سیمې رپیدلی دی چې د صلبیي او مغولي امپراطوریو دړې وړې کیدل یې ښکاره مثالونه دي. مصر که له یوې خوا د حضرت یوسف ع د حکمرانۍ سیمه پاتې شوې له بلې خوا موسی ع همدلته لوی شوی، بیا په پیغمبرۍ مبعوث شوی او د تاریخ د تر ټولو ستر فرعون سره یې مقابله هم په همدې سیمه کې شوې.  فرعون همدلته په رود نیل کې غرق شوی چې جسد یې اوس هم  په مصر کې شته او  د تاریخي باستاني اثارو په توګه یې هر کال په زرګونو سیلانیان ننداره کوي . هغه رود نیل چې موسی ع یې په صندوق کې پکې کیښود، بیا یې په همدې سیند کې ایله کړ تر دې چې د فرعون کورته ورسید، هغوی را پورته کړ، لوی یې کړ چې د کوچنیوالي د دورې په سرته رسیدو سره همالته په پیغمبرۍ مبعوث شو. له بل اړخه دا سیمه د اسلام پر وړاندې د دوو سترو امپراطوریو یاني مغولیانو او صلیبیانو پر ضد د پاڅون او د رهبري د مرکز ویاړ هم لري. لدې ور هاخوا مصر په تاریخي لحاظ د اسلامي نړۍ په منځ کې داسې محوري رول ترسره کړی چې په ترڅ کې کې یې د اسلامي تاریخ په هر پړاو کې  ځانته خاص ځای موندلی دی. ښايي همدا لاملونه وي چې د مصر خلک له اسلام سره سخته مینه لري، فداکاري کوي او په وروستیو کې یې چې د اسلامي امت د ناسور یاني اسراییلو پر وړاندې څوځله جګړه کړې چې په ټولو کې یې ورته ماته ور کړې. مصر د همدې ځانکړنې په درلودو سره تل د مسلمانانو او دښمنانو دواړو د توجه مرکز ګرځیدلی دی. دا چې اسراییلو او نورو لویدیځو هیوادونو ته مصر له پراخ ارزښت څخه برخمن دی یو دلیل همدا هم ښايي همدا وي.

لدې ور ها خوا په اوسمهال کې د اسلامي نړۍ ډیري مشهور او لارښودونکي شخصیتونه هم په همدې خاوره کې را پورته شویدي چې وروسته یې افکار او اثار د اسلامي نړۍ لپاره د مشال حیثیت غوره کړیدی.

د (The Society of Brotherhood) نومی کتاب لیکوال دوکتور ریچارد میشل لیکي: د مصر پورتنی ځانګړنې ددې لامل شوي چې دا سیمه تر ډیره د اسلام د عظمت او اسلامي امت د لوړلو او را ویښولو د اصلي مرکز په توګه و ځلیږي. د اخوانیزم د خوځښت په پاڅیدو کې هم دې ټکي اصلي رول درلود، د هغوی مؤسیسینو دلیل همدا و چې ولې هغه سیمه چې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د اسلام د علمبردرانو په توګه را دبره شویدي نن ورځ د یوه حقیر، مظلوم او غلام ملت په توګه د اسلام دښمنه عناصرو  د یوې آلې په توګه استعمال شي. د خوځښت بنسټګر شهید حسن البنا همدې ټکي ته په خپلو ډیرو ویناوو کې یادونه کوله، همدا لامل و چې ډیر ژر د مصر خلک ددې خوځښت په چارچاپیر را ټول شول او د څو محدودو کلونو په ترڅ خوځښت پداسې یو هستې و اوښت چې نور یې نو د کفري  قوتونو لپاره زغمل ګران شول.

مصر د همدې او نورو ځانګړنو په درلودو سره تل په سیمه او له سیمې ور پورته د نړۍ  سترو قدرتونو ته د سیاسي معادلې د یوي ځانګړي او اساسي عنصر په توګه پاتې شویدی، لکه که کوم زبر ځواک او یا هم سیمه ایز قوت غواړي چې په منځني او عربي نړۍ کې اغیز ته د ځان په ګټه بدلون ور کړي نو ددې کار لپاره په مصر کار کوي او دغه هیواد د ځان په لوري را کاږي، که مو پام کړی وي څو میاشتې مخکې امریکا  په مصر کې د پوځیانو لخوا د خلکو د شهیدانولو او زنداني کولو له امله هسې په غولونکي توګه مصری حکومت ته لږه ګوتڅنډنه وکړه، ور سره سم مصري پوځي چارواکي د امریکا د ډارولو لپاره مسکو ته لاړل او له روسیې سره یې د اړیکو جوړولو لپاره سفرونه وکړل چې د روسیې لخوا ورته تود هرکلی وویل شو. مانا دا چې روسیې ته هم په سیمه کې د مصر  په څیر د  شریکباڼي سخته اړتیا ده.

له بله اړخه د تاریخ په اوږدو کې مصر دداسې هیواد په توګه پاتې شویدی چې بدلونونه یې ډیر ژر ټولې سیمې ته غزیدلي دي، هر بدلون چې په مصر کې راغلی په چټکۍ یې د هغه ګاونډیان او په ټوله کې عربي نړۍ تر خپل اغیز لاندې راوستې. کله چې د عربو پسرلي تر نامه  پاڅونونه پیل شول عربي هیوادونه سخت په ډار کې شول او تر وسه وسه یې هڅه و کړه چې ددې پاڅونونو مخه و نیسي او داسې ستونزې ورته رامخې ته کړي چې پاڅون ناکام او د ملتونو په زیان و ښیي خو خبره هغه مهال له کنټروله وتې وه. وروسته چې په مصر او نورو هیوادونو کې انتخابات و شول او ترمخه یې اسلامي ګوندونه په ځانګړي ډول اخوانیان واک ته ورسیدل دا ویره څو چنده شوه او په ګډه یې هڅې پیل کړې چې یاد انتخابي حکومتونه را و پر ځوي، د العربیه خبري اژانس د راپور ترمخه د اماراتو پادشاه وییلي چې هغه په مصر کې د اخوان المسلمین د حکومت له راتلو سره سم پدې پوهیده چې دا حکومت به تر یوه کال ډیر دوام و نکړي یاني په یوه ډول پدې اقرار کوي چې په مصر کې د مرسي حکومت را پرځول اصلا د لویدیځ په مرسته د هغوی په ملاتړ له پیله جوړه شوې دسیسه وه. عربي هیوادونه پوهیږي چې په مصر کې د هر ډول او بیا په خاصه د اسلامي ګوندونو حکومت را مخې ته کیدل ورته باالقوه خطرونه متوجه کولی شي، خطر یې دادی چې هلته خلکو ته د آزادۍ او خپلواکۍ احساس لیږدولی شي چې په پایله کې یې په خلکو کې د هغوی د استبدادي شاهي لاسپوڅو نظامونو د پرځولو نظر خپرولی شي. دا مخالفت تر دې ژور دی چې    یادو هیوادونه نه یوازي په مصر کې په کلکه  د پوځي چارواکو تر شا ولاړ دي بلکه د هغه نورو هیوادونو پر وړاندې هم کلک دریځ لري چې په مصر کې د انتخابي خپلواک حکومت غوښتونکي دي. دد ې لړۍ په تازه پرمختګونو کې سعودي عربستان، امارت او بحرین له قطر نه خپل سفیران د اعتراض په توګه را و غوښتل او نوموړی هیواد یې د اخوان المسلمین په پلوی تورن کړ او ور سره یې دا ګوتڅنډنه هم و کړه چې که قطر د مصر په اړه په خپل نظر کې بدلون را نه ولي هغوی به یې د خلیجي هیوادونو د همکاریو له سازمان څخه و باسي.

اسراییلو ته د مصر ارزښت:

مصر په اقریقايي وچه او هم عربو کې تر ټولو ډیر شمیر منظم  پوځیان لري چې د نړۍ په کچه لسم لوی پوځ لرونکی هیواد دی. مصر د ۴۸۰ زره ځواکونو او  ۹۰۰زره ذخیره پوځ په لرلو د نړۍ له ستر پوځ لرونکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. لکه مخکې چې مو یاده کړه همدې پوځ څو ځله له اسراییلو سره جګړه کړې چې په هر ځل یې اسراییلو ته لوی سر خوږی جوړ کړیدی چې په پای کې د امریکا په وساطت د مصر حکومت او اسراییلو ترمنځ د کمپ ډیویډ تړون لاسلیک شو، دا تړون چې د مصري ولسمشر انور سادات د حکومت پر مهال له اسراییلو سره لاسلیک شو تر مخه یې  د مصر پښې او لاسونه و تړل شول او امریکا او اسراییلو ته لکه تړلی چرګ په لاس ورغی. له اسراییلو سره د پرله پسې جګړو او بریاوو له امله یاد پوځ په خپل ولس کې سخت محبوبیت تر لاسه کړی دی. چون د داسې منظم پوځ او تجهیزاتو درلودل تل  اسراییلو او ورسره متحدینو ته یې د اندیښنې وړ دی نو ځکه هغوی په وارو وارو هڅه کړې چې پوځ له خپلو خلکو سره واچوي تر څو نه یوازي په ولس کې یې محبوبیت را ټیټ شي بلکه له بلې خوا د پوځ اوسني تشکیلاتو هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي.

د کمپ ډیویډ تړون څخه مخکې  اسراییلو  د خپل خالصو عایداتو ۲۳ سلنه په دفاعي چارو لګوله چې د یاد تړون څخه وروسته د دفاعي چارو بودیجه یې ۹ سلنو ته را ټیټه کړه. امریکا او اسراییل پدې پوهیږي چې که په مصر کې د اخوان حکومت پاتي شي ښايي یاده معاهده فسخه کړي چې لدې سره اسراییلو ته داسې سرخوږی جوړلی شي چې په هیڅ بیه به یې قیمت ادا نکړل شي، .له بل لوري مصر له فلسطین سره ګډه پوله لري چې دا هم اسراییلو ته یوه حیاتي موضوع ده ځکه که په مصر کې داسې حکومت راځي چې له اسراییلو سره ښې دوستانه اړیکې و نلري او یا هم مذهبي ریښې و لري، نه یوازي فلسطیني جهادي ډلو ته یو ډاډمن ملګری دی بلکه ور سره ښه مرسته کولی شي، پناه ځایونه ور ته برابرولی شي او تر ټولو مهمه دا چې اسراییلو ته په یوه بنسټیز ګواښ بدلیدلی شي. که دا و نکړي لږ تر لږه  ورته  یو ډاډمن مرکز خو ګرځیدی شي او په روحي لحاظ خو یې مورال ښه لوړولی شي.له همدې امله هم دی چې اسراییل او متحدین یې تل په مصر نظر لري، مرستې ور سره کوي او هڅه کوي د خلکو له حمایت نه محروم داسې کس د واک په ګدی کښینوي چې لومړی خو پوځي وي او دوهم د لویدیځ او اسراییلو ګټو ته  د ولس تر ګټو ور پورته ژمن وي.

له بلې خوا اسراییل ګومان کوي چې په مصر کې د هر ډول آزاد، خپلواک او مردمي حکومت منځته راتګ نه یواځي په سیمه کې د ځواک تعادل ته د هغوی پر خلاف تغیر ورکولی شي بلکه ور سره یو تلپاتې سر خوږی هم ورته پیدا کولی شي، داسې سر خوږی چې بیه پریکول به یې خورا لوړه وي.
له بده مرغه د تیرو لسیزو په ترڅ کې مصري پوځ تر ډیره د اسراییل او لویدیځ ګټو د ساتونکو رول ترسره کړیدی چې دا چاره په مصر کې د اسلامي او یو شمیر نورو خپلواکو ګوندونو له توندو نیوکو سره هم مخامخ شویدی…..

 ادامه لري.

سید الرحمان عمران

 ددې لیکني لومړی برخه په لاندي ادرسونو:

http://nunn.asia/index.php/leekani/articles/9596

http://www.nunn.asia/index.php/leekani/articles/9721

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x