دمیـنې اقامت / بشام

شاعر : عصمت الله بشام

حَسـین امـام پـسی دمیـنې اقامت کومه
تل په اخلاص له هرګلاب سره الفت کومه

پر جهادی ممبر د حق چیـغه کـوم جـهانه
دبی غـوری له پالنګ نورځمه رحلت کومه

څوک چی دحق له پریښتوڅخه تل کرکه کوی
زه له هـمداسی مـذبـذبو نه نفرت کومه

دعشق بټۍ کی که لوګی شم هیڅ پروامی نشته
په سپین تکل له سپین پتنګ سره بیعت کومه

دمحـبت مسجد ته ځم دمحـبت لمانځه ته
د زړه محراب کې نن دستــورو امامت کومه

درده یـوځل خـو د بـی دردو تـر دیاره ورشه
یـوه شیـبه دګلشن غیـږه کې راحـت کـومه

زما د زړه کابل دی کړ اشغال په شکلوسترګو
نوریم مجبور ګرانه له دی شاره هجرت کومه

د عمـل تـله درنـوم بـشام پـه سپـینه میـنه
ځـکه قلـم بانـدی دمیـنې تـل صفـت کومه\

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.