په قره باغ کې شبنامې او د دولت وزیري داعشیت

زلمی فداکار

د بغدادي صاب له داعش نه هم اوس هغه بې سرپوښه تنور جوړ شوی چې هر څوک کولای شي خپله پتیره پرې ووهي. پژواک خبري اژانس پرون خبر ورکړ چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم داعشیان پیدا شوي دي او شبنامې یې خپرې کړي دي.

پژواک چې ددې شبنامو کوم انځور خپور کړی، نو په ښکاره ترې معلومیږي چې د قره باغ داعش هم د افغانستان د ټولې داعشي پروژې  په شان کومه استخباراتي لوبه او مصنوعي فتنه ده، چې غواړي اوبه خړې او کبان په کې ونیسي. په قره باغ کې د داعش خپره کړې اعلامیه دومره ساده او په غلطه املا لیکل شوې چې حتی ماشومان یي هم په جعلیت پوهیږي.

د اعلامیې په سر کې د داعش داصلي عنوان ( دولة الخلافه ) په ځای لیکل شوي ( د افغانستان داعش) د ملي امنیت هغه جعلکاران چې دغسې اعلامیې چاپوي دومره کودڼ او ناخبره دي چې حتی په دې هم نه پوهیږي چې داعشیان خپل تنظیم ته داعش نه وایي، بلکې داعش لفظ د ځان لپاره د ښکنځلو  په شان بد بولي. نو دا خو اصلا امکان نلري چې داعشیان دې په خپله رسمي ورقه کې د لوګو تر څنګ خپل رسمي نوم ( د افغانستان داعش) ولیکي.

له عنوان را لاندې دداعش په جعلي شب نامه کې د سنت سلام کلمات داسې لیکل شوي: اسلام علیکم و رحمه الله وبرکاتــو …. د دې مشهورې جملې غلطه املا ثابتوي چې دغه کلمه له عربیت سره بلدو داعشیانو نه، بلکې ددولت وزیري یا حنیف اتمر غوندې کوم پخوا خلقي یا پرچمي لیکلې ده.ځکه څوک چې باسواده مسلمان وي اقلا خو یې دالسلام علیکم سم لیکل زده وي.

د داعش ددې مسخره شبنامې نورې برخې هم چې وکتل شي نو ترې ثابتیږي چې د طالبانو د مشرانو په نوم د جعلي فرمانونو د جوړولو په شان اوس په افغانستان کې د داعش د پروژې متصدي حنیف اتمر دې ته مټې بډوهلي دي چې د داسې اعلامیو په خپرولو داعش ته وده ورکړي تر څو په دې ډله پورې تړلي امریکایي اهداف په سمه توګه ترلاسه کړای شي.

که له یوې خوا په قره باغ کې د داعش په نوم د ملي امنیت لخوا غورځول شوې پاڼې له دغې ډلې سره د واکمن رژیم پیوستون او بشپړه ملګرتیا ثابتوي. بل اړخ ته تیره ورځ د دفاع وزرات ویاند دولت وزیري د یوه خبري کانفرانس په لړ کې په ښکاره د داعش دفاع ته مټې راونغاړلې او خپل ټول کوښښ یې وکړ چې داعشي قاتلان سپین چرګان او پاک انسانان ثابت کړي.

دولت وزیري ثم داعشي پرون د خبري کانفرانس په مهال وویل چې په افغانستان کې د هزاره ګانو په مساجدو بریدونه او نور قتل عامونه داعش نه دي کړی، بلکې طالبانو او په خاص ډول د حقاني صاحب مجاهدینو کړي دي. مګر طالبانو د دې لپاره چې بدنام نه شي ددغسې بریدونه پړه یې په داعش ورغورځولې ده.

دولت داعشي ته به ووایو چې عقل دې توره شپه شه، که دا درسره ومنو چې ددغو ولسي قتل عامونو مسؤلیت د طالبانو ویاند نه دی منلی، نو پوښتنه دا ده چې داعش یي ولې په افتخار مسؤلیت ومانه؟ د هر برید د بریدګرو عکسونه یي نشر کړل، او په خپل رسمی سایټ اعماق کې یې خبرونه او مستند معلومات راغلل؟؟ آیا د اعماق خبري شبکه هم د طالبانو  په لاس کې ده چې د داعش په نوم خبرونه ورپورته کوي؟ آیا د بغدادي ټول داعش د طالبانو تر واک لاندې دی چې د دغسې پیښې د مسؤلیت منلو مشورې ورکوي او که څنګه ؟؟

بله پوښتنه دا ده چې که طالبانو هزاره ګان وژلای، یا یي  د ننګرهار غوندې په جنازو ، مسجدونو او زیارتونو حملې کولای نو دا داعش له پیدا کیدو وړاندې ولې دغسې حملې نه کیدلې؟ هغه وخت هم هزاره ګان او شیعه ګان موجود و مګر یوه حمله هم ورباندې ترسره نه شوه.

دولت وزیري ثم داعشي باید  په دې پوه شي چې اوس ټول افغانان په دې پوهیږي چې (که غوا توره ده نو څښتن یې د دولت وزیري په شان سور دی)اوس هر څوک پوهیږي چې لومړنیو داعشیانو ( د منګل باغ لښکریانو) ته د ملي امنیت لخوا رسمی کارټونه چا توزیع کړل او په ننګرهار کې د ایف ایم امریکایي رادیو دستګاه چا او ولې وروسپارله. افغانان په دې هم پوهیږي چې د سپین غر په څوک کې داعشیانو ته له آسمان څخه من او سلوی نه راځي بلکې امریکایي الوتکې ورته وسلې او امکانات رسوي.

اوس خو د مصر د الاهرام ورځپاڼې د مستند راپور په شان هغه معلومات هم افشاء شوي چې امریکایي الوتکې له شام څخه داعشیان افغانستان، د مصر سیناء او لیبیا ته نقل کوي تر څو یي د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره د مقدمة الجیش په حیث استعمال کړي.

افغانان په دې هم پوهیږي دا چې طالبان د ورځې پنځوس پوځي حملې کوي، مګر حکومتي رسنۍ یوه هم نه را اخلي مګر په کونړ کې که د حنیف اتمر مصنوعي داعشیان په ولسوالۍ دوه ډزې وکړی بیا ورباندې سي این این او بي بي سي اوږده اوږده مکرر راپورنه خپروي. دا ټول حقائق دا ثابتوي چې په افغانستان کې د داعش په نوم رامنځته شوي تشکیلات اسلامي تشخص نلري بلکې دلته د روان جهاد او اسلامي نظام د حاکمیت د داعیې په ضد د اشغالګرو او داخلي شیطانانو هغه دسیسه ده چې غواړي د عراق او شام غوندې دلته هم واقعي مجاهدین ورباندې تضعیف او بیا خپلو موخو ته میدان چغالي کړي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.