افغانستان

پنټاګون د افغان هوايي ځواک د روزنې لپاره طرحه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا د دفاع وزارت د پلټنو اداره وايي، حکومت يې د افغان هوايي ځواک د روزنې لپاره مشخصه طرحه نه لري.

دې ادارې سره له دې چې پخپل راپور کې د افغان هوايي ځواکونو د پرمختګ دعوه هم کړې، خو په ډاګه کړې يې ده، چې لا هم په دې برخه کې ځانګړې طرحه نه لري.

د راپور پر بنسټ امریکا دا موضوع نه ده مشخصه کړې، چې د افغان هوايي ځواکونو شمېر باید څومره وي، څنګه روزول شي او په کومو برخو کې وروزل شي.

د پنټاګونو د پلټڼې ادارې پر خپل حکومت غږ کړی، چې دې برخې ته پام وکړي او پر ځانګړې تګلاره غور وکړي.

په ورته وخت کې افغان چارواکو دعوه کړې چې راتلونکو پنځو کلونو کې به د هوايي ځواک پياوړتیا لا پرمخ لاړه شي او تشکیل بهيې درې برابره ډېر شي.

د پنټاګون په راپور کې دعوه شوې، چې په تېرو دوو میلادي کلونو کې افغان ځواکونه د امریکایانو له لوري په شپني عملیاتو او د سوپر ټوکانو الوتکو په کارولو کې یو څه روزل شوي دي.

امریکا او د ناټو تر چتر لاندې د دوی ملګري د افغان ځواکونو را منځته کول او د دوی په وسیله جګړه پر مخ وړله، خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x