fbpx

تېر کال هره ورځ تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونود بشري مرستو اداره وايي، په تېر میلادي کال کې د جګړې له امله هره ورځ تر ۱۲۰۰ ډېر افغانان بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، د دوی د احصايې له مخې په تېر میلادي کال کې ۴۴۸ زره تنه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.

د سرچینې په قول تر ټول ډېر خلک په ختیځو ولایتونو کې او کم شمېر يې په شمالي او نورو ولایتونو کې بې ځایه شوي دي.

د دې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې یوازې په ننګرهار کې بې ځایه شوي افغانان ۱۳۹ زره تنه ښوودل شوي، ۳۹ زره نور کندوز او پاتې نور په بادغیس او نورو ولایتونو کې بې ځایه شوي دي.

په راپور کې یادونه شوې، چې په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو هم شاوخوا ۵۸۸۱۷ تنه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

سربېره پر دې چې ځمکنۍ جګړې هم د کورنیو په بې ځایه کولو کې بې اغېزې نه دي، خو د بې ځایه شویو ډېری يې د هوايي بمباريو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

تازه پاکستان هم هلته مېشتو افغان کډوالو ته یوه میاشت نور وخت ورکړی، چې باید خپل هېواد ته ستانه شي؛ خو افغان چارواکو ترې د یو کال مودې غوښتنه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د