پنځلس دقیقې چې ستاسو ژوند تضمینوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کار را منځته کوونکي له ګڼه ګوڼې ډک ژوند لري؛ خو باید د کار او خپل ژوند ترمنځ توازن وساتي او د کارونو د ترسره کولو له پاره منظم پروګرام ولري.

آیا په خپلو ورځنیو بوختیاوو کې ورک شوي یاست؟ کورنۍ مو د هغوی په اړه ستاسو له بې پامۍ څخه خواشینې ده؟ د اندېښنې وړ خبره نه ده. کار را منځته کوونکي له ګڼه ګوڼې ډک ژوند لري؛ خو باید د کار او خپل ژوند ترمنځ توازن وساتي او د کارونو د ترسره کولو له پاره منظم پروګرام ولري. په لاندې مطلب کې داسې ټکي بیان شوي، چې د کاري ورځې په پای کې د هغو ترسره کول، ستاسو په کړنو کې د ښه والي سبب ګرځي.

۱ ـــ له خپل ټیم سره همغږي واوسئ:

د خپل ټیم له غړو سره پنځه دقیقې خبرې وکړئ، په دې موده کې له یو بل سره مهم موارد بررسي کړئ، که چېرې له کوم نا څاپي ګواښ سره مخ شوي دي، نو هغوی ته ډاډ ورکړئ، چې ترې ملاتړ کوئ او د ستونزو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړئ.

۲ ـــ د بلې ورځې لومړیتوبونه تنظیم کړئ:

د بلې ورځې کارونه د لومړیتوب پر بنسټ تنظیم کړئ، ځانته پنځه دقیقې فرصت ورکړئ او هغه یاد داښت کړئ. د کارونو په لومړیتوب بندۍ سره کولای شئ، په چټکه توګه او پرته له کومې ستونزې کارونه ترسره کړئ.

۳ ـــ خپل مهال وېش وګورئ:

د بلې ورځې لیدنې کتنې او اړیکې بررسي کړئ او د هغو له پاره چمتو شئ، هېڅ څیز د یوې کاري ناستې له هېرولو او هغې ته د نه چمتووالي څخه بد نه دی.

۴ ـــ خپل کار ځای پاک او منظم کړئ:

دا کار ښایي ساده وي؛ خو یو نا منظم مېز اصلاً ښه ظاهر نه لري. پاک کار ځای ستاسو ذهن پرانیزي.

د یوې کاري ورځې وروستۍ پنځلس دقیقې د پورته یاد شوو کارونو ترسره کولو ته ځانګړې کړئ. د ټیم د کارونو له سم ترسره کېدو څخه ځان ډاډه کړئ؛ د بلې ورځې کارونه لومړیتوب بندي کړئ او خپل کار ځای منظم کړئ.

وروستۍ خبره:

د دې ټکو په ترسره کولو سره به د سبا ورځې سهار د کارونو له پاره مشخص پروګرام ولرئ او د وخت له بېځایه ضایع کولو څخه پرته به کارونه ترسره کړئ؛ د هر څه له پاره به چمتو واوسئ او اغېزمنتیا به مو لاپسې ډېره وي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.