
سیګار: يوه پروژه کې له ۸۲۳ میلیونه ډالرو یوازې ۱۴۸ میلیونه پر ځای لګول شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې پر امریکايي مرستو د څار ادراه وايي، پنټاګون په یوه څلورکلنه پروژه کې سلګونه میلیونه ډالره فساد کړی دی.
د دې ادارې د راپور پر بنسټ د امریکا دفاع وزارت تر چتر لاندې «د سولې او کاروبار عملیاتي ماموریت» تر نامه لاندې يوه پروژه کې له ۸۲۳ میلیونه ډالرو نه یوازې ۱۴۸ میلیونه ډالر پر ځای لګول شوي دي.
د سرچينې په قول په دې پروژه کې چې اقتصادي او پرمختيايي کارونه يې پر مخ وړل، په قراردادونو کې يې هم درغلۍ شوې دي.
د سیګار له راپور سره سم د دې پروژې چې له ۲۰۱۰ میلادي کال نه تر ۲۰۱۴ پورې يې دوام درلود، له ۸۹ قراردادونو يې ۴۳ څېړلي چې پکې ډېر کم رقابت شوی دی.
راپور وړاندې زیاتوي چې د څېړل شویو راپورونو له جملې نه يې د ۳۱ میلیونه ډالرو پر ارزښت څو قراردادونه له هغو شرکتونو سره شوي، چې د همدې «د سولې او کاروبار عملیاتي ماموریت» پخواني کارکوونکي يې مشران و.
پنټاګون په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د شنونکو په باور د مفسدو هېوادونو د سر په نومونو کې د افغانستان راتګ کې بهرنیان هم بې برخې نه دي پاتې شوي.
سیګار چې په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو اړوند څار کوي، وړاندې تر دې هم د افغان امنیتي ځواکونو اړوند د شويو مرستو له ناسم لګښت نه اندېښنه ښوودلې وه او ويلي و، چې دغه ځواکونه د دوی په مرستو «بچه بازي» کوي.