مسیر: اجراییه رییس د مافيايي کړيو په خوښه د برېښنايي تذکرو د ځنډ ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په برېښنايي تذکرو کې د اسلام، افغان او قوم نومونه لیکل هغه څه و، چې ناندرۍ يې تر دوو کلوونو واوښته، خو د دې تذکرو د وېش پروسې ته د یوې بلې جنجالي موضوع شکل ورکړل شوی.

د بريښنايي تذکرو د وېش ادارې تېره اوونۍ کې د دوشنبې ورځ د دې تذکرو د وېش لپاره دقیقه نېټه وټاکله، خو پر ټاکلې نېټه اوونۍ واوښته.

تېره دوشنبه اجراییه رییس هم د وزیرانو شورا ناسته کې د برېښنايي تذکرو د وېش ځنډول پر ځای کار وباله.

عبدالله عبدالله پخپلو څرګندونو کې وویل، دا پروسه باید د خلکو د غوښتنو له پوره کېدو وروسته پیل شي.

مسیر ورځپاڼه د شنونکو له قوله کاږي چې عبدالله عبدالله دا څرګندونې د مافیايي کړيو په خوښه کړې دي.

د کابل د ولایتي شورا غړي واقف الله روحاني ورځپاڼې ته ویلي، چې د دې تذکرو په وېش سره ګڼې ستونزې حلېږي، خو په وينا يې عبدالله عبدالله د دښمن ژرندې ته اوبه اچوي.

سرچينه د سیاسي شنونکي اسدالله داودزي له قوله لیکلي، «اجرائیه رییس په دې وروستیو کې د خپلو پخوانيو ملګرو له فشارونو سره مخ دی نو ځکه غواړي له دغه فشاره د خلاصون لپاره پېژندپاڼې هم د یوې وسیلې په توګه وکاروي.»

که څه هم د افغان، اسلام او قوم نوم لیکلو اړوند ملي شورا د ولسمشر فرمان تصویب کړی دی، بیا هم ځينو کړیو تېرې ناندرۍ راپورته کړې او د تذکرو وېش يې له ځنډ سره مخ کړی دی.

داودزی وايي «د افغانستان اساسي قانون د افغانستان په خاوره کې اوسېدونکي کسان تعریف کړي خو اوس یو شمېر سیاستوال په دې نوم چې هویت پرې تپل کیږي اختلافات زیږوي.»

د مشرانو جرګې مشر هم پر حکومت غږ کړی، چې که تذکرې ونه وېشي، ستونزې به څو چنده ډېرې شي.

د برېښنايي تذکرو د وېش ادارې پرلپسې ويلي، چې په پلازمېنه کابل کې د دوی مرکزونه له هره اړخه د وېش لپاره اماده دي، یوازې د پیل لپاره يې د ولسمشر د امر په تمه دي.

ولمسشر غني تر اوسه په دې تړاو کومې څرګندونې نه دي کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د