افغانستان

الجزیرة: طالبانو دسیاسي دفتر د مشر سید محمد طیب اغا وروڼه په پاکستان کې نیول شوي او فامیل ته یې اخطار ور کړل شوی!

نن ټکی آسیا: “پاکستان غواړي د طالبانو او نړۍ تر منځ اړیکي سبوتاژ کړي” په دې عنوان سره د الجزیرې تلویزون د انګلیسي برخې په پاکستان کې د طالب سرچینو په حواله راپور ورکړ چې څو ورځي وړاندي د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارو د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر طیب اغا د وروڼو په کور چاپه اچولې، او هغوی یې له ځانه سره نامعلوم لوري ته انتقال کړي، چې تر اوسه یې بیا درک نه دی لګېدلی.

 د طیب اغا د وروڼو نومونه حافظ محمد یونس اغا او مولوي محمد طاهر اغا ښودل شوي.

څو ورځي وړاندي د پاکستان ځینو مهمو رسنیو لکه ایکسپریس ټربیون، ډان نیوز ، امت اخبار او ځینو نورو رسنیو هم خبر ورکړ چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ښاغلي طیب اغا دوه وروڼه د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا د شپي په ۱۲ بجو د یوې چاپې په ترڅ کې نیول شوي، او دا مهال د هغوی په بندي خانه کې پراته دي.

د الجزیرې د راپور سره سم که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي، او تیرو تجربو ته په کتو سره داسي ښکاري چې د طالبانو رسمي علني دریځ به اوس هم ژر ښکاره نه شي، خو ویل کیږي چې پاکستان په دې خاطر دا کار کړی تر څو د طالبانو په سیاسي دریځ او د هغوی د سیاسي دفتر ټول جریانات، د امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هیوادونو سره د هغوی اړیکې تر خپل کنټرول او نظارت لاندې وساتي او دهغوی اړیکې خپل د سیاسي اهدافو سره سم رسم کړي.

د طیب اغا د وروڼو په اړه ویل کیږي چې د مهاجرت ټول عمر یې د پاکستان په کویټه ښار کې تیر شوی، نه د طالبانو او نه دبل کوم سیاسي او جهادي تنظیم سره اړیکي لري، بلکې هلته په کویټه کې د اقرأ په نامه د دیني او عصري علومو یوه ډیره پرمختللې مدرسه او مکتب لري چې، په  سلګونو افغانان او پښتانه ماشومان په کې درسونه وايي.

الجزیره انګلش په خپل راپور کې وړاندې ویلي چې کله د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد له خوا طیب اغا د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو، له هغې ورځې طالبان د یو سیاسي خوځښت په توګه را څرګند شول او د نړۍ سره یې اړیکې له نیژدو ونیولې، هغوی جاپان، فرانسې، او د نړۍ نورو مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړل، او هلته یې د طالبانو سیاسي دریځ په خپله خوله نړۍ ته څرګند کړ، چې دا د هغوی لپاره یو غټ چانس وو، او د امریکا سره ملګري هیوادونو اکثریت دې قناعت ته ورسیدل چي طالبان خپل سیاسي دریځ لري، او هغوی کوم بهرني هیواد ته خطر نه دی، بلکې امکان لري، چې د هغوی سره مخامخ خبري وشي، او د خبرو له لاري ورسره د افغانستان د لانجې حل را وایستل شي.

او زیاته یې کړه چې پاکستان ددې تر مخه همیش کوشش کړی چې د طالبانو هر قسم سیاسي اړیکي سبوتاژ کړي، او تر خپل نظارت لاندي یې وساتي.

له بله اړخه ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي اداره غواړي چې د طالبانو سیاسي دفتر استازي، او د هغوی مشر په طالبانو کې د تبلیغاتو او پروپاګند له لارې د کابل د ادارې سره په اړیکو تورن او بدنام کړي، او د هغوی سیاسي لاسته راوړنې غیر مهمې او غیر مثمرې وبولي، تر څو د طالبانو ازاد او مستقل سیاسي فعالیت سبوتاژ کړي، او د ملګرو ملتونو سره د اړیکو په شمول د هغوی ټولي سیاسي هلې ځلې تر خپل نظارت لاندې راولي.

د الجزیره انګلش په تلویزوني راپور کې راغلي چې په داسې حساسو شرایطو کې چې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو وتلو ته ایله اوه میاشتي پاتې دي، پاکستان غواړي چې پر طالبانو ددې ډول فشارونو له لارې د افغانستان قضیه په خپل کنترول کې واخلي، او د امریکې په شمول له ټولو خارجي طرفونو سره په خبرو کې د طالبانو استازیتوب وکړي، او یا د خپلې خوښې او د پاکستان په ګټه یو حل را منځ ته کړي.

د راپور سره سم د طالبانو ډیري نیژدې سرچیني وايي چې پاکستاني استخباراتو د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر د دوه وروڼو له نیولو وروسته د هغه ټولې کورنۍ ته یوازې د درې ورځو ضرب الاجل ټاکلی، او اخطار ور کړل شوی و چې طیب اغا به خپله په درو ورځو کې اسلام اباد ته حاضریږي، او له دوی سره به مخامخ ویني، که نه د دوی د ټولې کورنۍ پر ضد به د غیر قانوني اوسېدنې دوسیه جوړیږي، او په پاکستان کې به د غیر قانوني اوسیدنې په جرم بندیانيږي.

اوس مهال داسې ویل کیږي چې له دې تهدید څخه وروسته د هغوی ټوله کورنۍ لا درکه ده، او هر ډول اړیکې ورسره قطع شوې دي.

د مبصرینو له نظره طالبان په رسمي ډول دداسي پيښو په تړاو د خپل رسمي ادرس الاماره ویب پاڼې او هم د خپل رسمي ویاندویانو له لارې له تبصرو کولو څخه ډډه کوي.

ویل کیږي چې طالبان نه غواړي د طالب بندیانو او د هغوی د کورنیو لپاره نور مشکلات ایجاد کړي، بلکې همیش کوښښ کوي چې داسې پيښې مطبوعاتو ته نه راوباسي، او له هغه تر مخه یې د حل کیدو کوشش وکړي.

عبد الله – کراچي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x