fbpx

هلمند: د حج او اوقافو ریاست کارکوونکی وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): هلمند کې ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت یو دیني عالم ملا مختار فضلي، د نامعلومه وسله والو له لوري وژل شوی دی.

فضلي، چې د حج او اوقافو ریاست د مساجدو ماموریت کې يې دنده درلوده، نن سهار پخپل کلي کې وژل شوی دی.

د هلمند د حج او اوقافو ریاست د مساجدو مدیر مولوي اسدالله وايي، نوموړی نن سهار د لښکرګاه ښار اړوند مهاجرو کمپ کې ووژل شو.

هغه وايي چې بریدګر تښتېدلي او څرګنده نه ده، چې نوموړی چا او ولې وژلی دی.

د هلمند امنیه قومندانۍ چارواکي هم د پېښې پخلی کړی، د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي، پولیس د بریدګرو په لټه دي.

تر دې وړاندې هم هلمند کې مولوي مهردل د نامعلومه کسانو له لوري ووژل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د