نړۍ

اسراييل خپلو ماشومانو ته د مسلمانانو د وژلو لپاره پوځي روزنه ورکوي

يوې اسراييلي ورځپاڼې “هاأرټس” ليکلي، چې اسراييل خپلو کوچنيانو ته د مسلمانانو د وژلو لپاره پوځي روزنه ورکوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د اسراييلي دولت د ۶۶ کليزې په مناسبت اسراييلو يو پوځي نندارتون جوړ کړی و، ترڅو خلکو ته وښيي، چې د اسراييل کوچنيان څنګه د عربو او مسلمانانو پر وړاندې وسلې او لاسي بمونه کاروي.

ورځپاڼه ليکي، چې اسراييلي کوچنيان پوځي لباس پر تن د وسلو او لاسي بمونو د روزنې لپاره په اصلي وسلو سمبال تمرين کوي.
د هاأرتس ورځپاڼې له قوله په دغه پوځي روزنه کې د اسراييلي هلکانو تر څنګ وړې نجونې هم برخه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx