طالب وياند: د ترينکوټ عمليات “د دښمن” په تېښته پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له تېرو شل ورځو راهيسې د دولتي ځواکونو عمليات چې د روزګان مرکز ترينکوټ مربوط لنده کوڅه، سوله، کوټوالو او يو شمير نورو سيمو کې د طالبانو د ويستلو لپاره پيل شوي و طالبان وايي د دوی د دښمن په تېښته پای ته ورسېدل.

د طالبانو ويندوی قاري يوسف احمدي نن ټکی اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه عمليات يې له ناکامۍ سره مخ کړي په وينا يې دولتي ځواکونو په سيمه کې هيڅ پرمختګ نه دی کړی.

طالبان وايي، په دې موده کې دولتي ځواکونو چې د بهرنيانو هوايي ملاتړ هم ورسره و له شلو ځلونو زيات عمليات او هوايي بريدونه کړي، خو هر ځل له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

د طالبانو د کره معلوماتو پر بنسټ، د دغو عملياتو پر مهال د درې قومندانانو په ګډون اووه اتيا عسکر، پوليس او اربکيان وژل شوي، يوسل اته دېرش نور ټپيان دي، اووه ټانګونه په مکمله توګه ويجاړ شوي دي.

تېره ورځ د روزګان امنيې قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ادعا کړې وه، چې يواځې د درې ورځنيو عملياتو په ترڅ کې يې ګڼې سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي او يوڅلوېښت طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو طالب ويندوی يوسف احمدي بيا وايي، د تېرو شل ورځنيو عملياتو په ټوله موده کې نهه طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.

يوسف احمدي په داسې حال کې د يادو عملياتو د ناکامۍ خبره کوي، چې په وينا يې د هیواد په نورو برخو کې هم د “دښمن تش په نامه عملیات او فرمایشي مانورې ناکامه شوي” او بې له کومو لاسته راوړنو پای ته رسیدلي دي.

په ترينکوټ کې د عملياتو د پای ته رسېدو په اړه تر اوسه دولت په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې تاييد کړې چې د دولتي ځواکونو پيل کړي عمليات پای ته رسېدلي او له سيمې ټول ځواکونه بېرته ستانه شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د