
هرات : له مرکزي زندان نه ۷۱ تنه بنديان خوشي شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د هرات ولايت له مرکزي زندان نه ۶۶ تنه نارينه او پنځه ښځينه بنديان خوشي شوي ، همدا راز د ۳۱ تنه نورو د بند موده کمه شوې.
د هرات ولايت د چارواکو په وينا ياد بنديان چې شمېر يې ټول ټال ۷۱ تنو ته رسيږي د اشرف غني له لوري د صادر شوي فرمان له مخي خوشي شوي.
چارواکي زياتوي چې د مېلادي کال په مناسبت د اشرف غني له فرمان سره سم ۷۱ تنه زندانيان آزاد او د ۳۱ تنه نورو د بند په موده کې کمښت راغلی.
نا تايد شوي راپورونه وايي : ښايي سبا د څرخي پله له زندان څخه هم ۸۱ تنه زندانيان خوشي شي ، خوشي کېدونکي بنديان د حکمتيا د حزب ګڼل شوي.
اوس مهال د هرات ولايت په مرکزي زندان کې د بنديانو شمېر ۳۱۵۰ تنو ته رسيږي چې له جملې يې ۱۴۵ ښځينه دي.