نړۍ

اوکراين: روس پلوه بيلتون پالان د ټول پوښتنې پر غوښتنه ټينګ دي

د اوکراين په ختيځ کې روس پلوو بيلتونپالو ويلي، چې د روانې مياشتې په ۱۱ تاريخ به خامخا سيلو يانګ او لوګانيسک ښارونو کې اوکراين څخه د ازادۍ لپاره ټول پوښتنه کوي.

دغو روس پلوو د خپل منځي سلا مشورو څخه وروسته و ويل، چې د دونيستک په نوم د ازاد هيواد لپاره به خامخا ټول پوښتنه “ريفرنډم” وکړي.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين له دغو بيلتونپالو غوښتي، چې تر يو وخته دې د حالاتو د سمولو په موخه له دې ټول پوښتنې تېر شي، ولې دغه بېلتونپالي په خپل دريځ کلک ولاړ دي، چې پر ۱۱ مې به خامخا ټول پوښتنه کوي.

بل پلو اوکرايني چارواکو ويلي، چې ټول پوښتنه د قانون خلاف ده او دوی به هيڅکله د ټول پوښتنې پايلې ونه مني.

 راتلونکې يکشنبې په ورځ د اوکراين په ختيځ کې
د ټول پوښتنې لپاره لکونو پرچې چاپ شوي.

د ټول پوښتنې پر دغو پرچو ليکل شوي، چې “ايا تاسې د دونيستک د ازاد هيواد ملاتړ کوئ؟”

د دونيستک د بېلا بېلو ډلو مشران وايي، چې د ټول پوښتنې پريکړه د ټولو ګوندونو په سلا شوې ده.

 د روس ولسمشر ويلاديمير پوتين ويلي، چې د اوکراين ختيځ کې دې بيلتون پال دم ګړۍ له ټول پوښتنې تېر شی او نوموړې سيمې کې دې حکومت سره خبرې اترې پر مخ بوځي، تر څو د پوځي عملياتو مخه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x