سامسنګ د ۲۰۱۸ کال لومړی سمارټ فون بازار ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سامسنګ کمپنۍ د ۲۰۱۸م کال لومړی دوه کامرایي سمارټ فون A8+ (2018) بازار ته وړاندې کړ.

د مبایل مشهورې کمپنۍ سامسنګ S لړۍ سمارټ فونونه جالب او له نویو ځانګړنو سره وړاندې کیږي خو دا ځل د A لړۍ سمارټ فون «A8+» لومړی دوه کامرایي او له نورو غوره ځانګړنو سره بازار ته وړاندې شو.

دغه سمارټ فون تر دې دمه په هند کې بازار ته وړاندې شوی.

د A لړۍ سمارټ فونونه د سامسنګ درمیانه مبایلونو څخه دي، خو دغه نوی مبایل له نویو ځانګړتیاو سره له ګلیکسي S8 او Note8 څخه کم نه دی، چې سامسنګ په دې کې نوې ځانګړتیاوې په ځای کړي، خو په قیمت کې ترې ۵۰ سلنه کم دی.

ددغې سمارټ فون نوی قیمت په هند کې (۳۲۹۹۰) هندۍ کالدارې ایښودل شوی، چې په ۲۰ جنوري به خرڅلاو ته وړاندې شي، خو په نورو هېوادونو کې یې د وړاندې کیدو نېټه نه ده ټاکل شوې.

ځانګړتیاوې:

دغه مبایل د سامسنګ کمپنۍ لومړی سمارټ فون دی چې دوه سیلفي کامرې لري، چې د سامسنګ په هیڅ بل سمارټ فون کې نشته او دا لومړی ځل دی له دې مبایل څخه وړاندې کیږي، چې یوه کامره یې ۱۶ میګا پیکسل او بله یې ۸ میګا پیکسل ده، او کولی شي په یوه وخت له مخې او شا دواړو خواو یو انځور واخلي.

همدرانګه ددې سمارټ فون له ځانګړتیاو څخه یې بله داده چې د ډیسپلی شکل یې له ګلیکسي S8 او Note8 سره سمون لري، او په لوړ کیفیت سکرین لري خو بینزونه یې د نورو په نسبت کوچني دي.

د A8 پلس ډیسپلی ۶ انچه ده، او په دواړو کې د ۱۰۸۰-۲۲۲۰ پیکسل ایچ ډي ډیسپلی ډیزاین شوې ده.

دا سمارټ فون د یادو مبایلونو په څیر د اوبو او ګرد ضد دی، مګر کمپنۍ په دې مبایل کې د انډرایډ اوریو په ځای د انډرایډ نیویګیټ چلولو سیستم ورکړی دی.

په دې مبایل کې ۲.۲ GHz پراسیسر سره ۴ او ۶ جي بي ریم ورکړل شوی دی، همدا ډول له ۳۲ څخه تر ۶۴ جي بي پورې میموري لري، حالانکې میموري کارډ (مایکرو کارډ- SD) تر ۲۵۶ جي بي پورې تحمیلولی شي، چې ۳۵۰۰ Mah بیټري هم لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.