ورزش

افغان لوبغاړي د فرسټ کلاس لوبو ستر ریکارډ پخپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ مرغوموي، ۱۳۹۶ل): د افغان نولس کلنې لوبډلې نوی ۱۸ کلن ځوان لوبغاړی بهیر شاه محبوب د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي ډان بریډ مین ریکارډ مات کړ.

بهیر شاه محبوب اوس د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په فرسټ کلاس لوبو کې تر ټولو غوره اوسط لري، چې له دې وړاندې د استرالیا لوبډلې غوره لوبغاړي ډان بریډ مین په نوم وو.

ډان بریډ مین په فرسټ کلاس لوبو کې 1000 منډې په 99.94 اوسط جوړې کړې وې او تر دې دمه ددې لوبو ریکارډ و، چې د تېر 2017م کال په پای کې افغان لوبغاړي بهیر محبوب دغه ریکارډ مات کړ او په 7 فرسټ کلاس لوبو او 12 پاڼو کې یې 1096 منډې د 121.77 په اوسط جوړې کړې.

د کرېکټ نړیوالې شورا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي دغه ریکارډ تر دې دمه د ډان بریډ مین په نوم و چې اوس افغان لوبغاړي پخپله نامتو توپ وهنه پخپل نوم کړ.

بهیر محبوب دغه نړیوال ریکارډ د افغانستان په کورنۍ فرسټ کلاس لوبو کې ترسره کړ، چې د 7 لوبو او 12 پاڼو په کولو سره، په 121.77 ریکارډ اوسط او 60.85 سټرایک ریټ سره 1096 منډې جوړې کړې، چې په کې 5 سلیزې او 2 پنځوسیزې هم شاملې دي، او ترمنځ یې 303 ناسوځیدلې غوره منډې جوړې کړې.

نوموړي همدا ډول پخپله لومړۍ (Debut) لوبه کې د امو لوبډلې په وړاندې 256 منډې جوړې کړې چې د یو لوبغاړي لپاره په لومړۍ فرسټ کلاس لوبه کې (د پاکستان جاوید میانداد نه وروسته) دوهمې غوره منډې دي.

نوموړي پخپله پنځمه لوبه کې دریېمه سلیزه (Triple Century) ووهله چې د نړۍ په فرسټ کلاس لوبو کې 5م لوبغاړی شو.

د کونړ ولایت اوسیدونکي بهیر محبوب یوه خبري اژانس ته په وینا کې وویل: «د دریمې سلیزې وهلو سره مې زړه ته راغلل چې دا زما د هغه کوښښونو پایله ده چې د تمرین پر مهال به مې کوله، او پر ځان مې باور زیات شو چې د افغانستان لوبډلې لپاره یو ځلیدونکی لوبغاړی جوړیدلی شم، هیله لرم په ۱۹ کلن نړیوال جام کې ښه لوبه ترسره کړم».

همدا ډول بهیر محبوب په کورنۍ لوبو کې نیزدې و چې د بیل پونسفورډ Bill Ponsford د چټک 1000 منډو پوره کولو ریکارډ هم مات کړي خو د باران له امله سیالۍ وځنډیدله او په دغه ریکارډ جوړولو کې پاتې راغی.

نوموړی خوشاله دی چې دغسې یو ستر ریکارډ پخپل نوم کوي، خو غواړي چې د افغانستان د لوبو د غوراوي کمیټي باید نویو استعدادونو ته پام وکړي او ددوی د تشویق لپاره خوارۍ وکړي، تر څو دده په څیر نور استعدادونه هم مخ ته راشي.

په کورنۍ لوبو کې له غوره لوبیدو وروسته بهیر محبوب اوسمهال د افغانستان په ۱۹ کلنه لوبډله کې د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې شامل شوی، چې هلته یې په تمریناتي لوبو کې د نیوزېلنډ ځايي لوبډلې په وړاندې په یوه لوبه کې یوه سلیزه او په بله کې 98 منډې جوړې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x