خواجه اصف هندي او افغان استخبارات د پاکستان په ناامنه کولو تورن کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف تور پورې کړی، چې د هند او افغانستان استخبارات په ګډه پاکستان کې ناامني خپروي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په اسلام اباد کې د ملکي او پوځي چارواکو په ګډون د بهرنيو سفارتونو استازو سره په ځانګړې ناستې ويلي، چې د هند استخبارات «را» او د افغانستان ملي امنيت په پاکستان کې ناامني، شخړې او بې باوري پيدا کولو کې ککړ دي او د ترهګرۍ ضد په نوم جګړې څخه د پاکستان پام بل لوري د اړولو هڅه کوي.

خواجه اصف وايي، چې هند په ختيځ کې د هند او پاکستان پر «کنټرول کرښه» له اوربنده سرغړونه کوي، همدارنګه له افغانستان استخباراتو سره په ګډه په پاکستان کې ناامني خپروي او زياته يې کړه، چې د افغانستان پر خاوره هم د پاکستان مخالفې ډلې پوځي روزنځايونه لري او له هغه ځايه په پاکستان کې بريدونه او چاودنې کوي.

خواجه اصف يو ځل بيا په داسې حال کې افغانستان او هند په پاکستان کې د ناامنۍ په خپرولو تورن کړي، چې امریکا د هند او د افغانستان د ګډ حکومت په ملتيا پاکستان په افغانستان کې په مداخلو تورنوي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په دې وروستيو کې پاکستان ته خبرداری ورکړی، که له امریکا سره په روانه جګړه کې د زړه له تله مرسته و نه کړي، له ناوړو پايلو سره به مخ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د