نظــر

هندو سفیر د دیموکراسۍ بله ډالۍ

رسنیو راپور ورکړ چې حامد کرزي د کانډا لپاره یو هندو «شام لال بتیجه»  سفیر ټاکلی او له پرون راهیسې يې رسما په کار پیل کړی.

یو شمېر سیکولر  افغانان ددې خبر په اوریدو ډير خوښ دي، دلیل یې دا دی چې هندو د افغانستان تبعه دی، باید چې د افغانستان نمایندګي په نورو سیمو کې وکړي او دوی ته باید هومره حقوق ورکړل شي څومره چې  افغان مسلمان ته ورکول کیږي.

له هغه وخته چې مسلمانان کمزوري شوي او ټول تکیه يې په دنیا کړې،  زیات شمېر شرعي احکام يې یا خو څنګ ته کړي او یا پرې بیخي عمل نه کوي، ددغو څخه یو هم د ذمیانو احکام دي. که څه هم په نړۍ کې د «ذمي او غیر ذمي» نظریه په عملي بڼه له منځه تللې، خو سره له دې هم  په زیات شمېر مدارسو او پوهنتونونو کې د «ذمي» پورې مربوط احکام لوستل کیږي.

په دې وروستیو کې ځینو کړیو دا هڅې پيل کړې چې څنګه د «ذمي او غیر ذمي» احکام چې لا هم په کتابونو کې شته دی د خلکو له ذهنونو وباسي، ددې لپاره يې په منظمه توګه کار پیل کړ،  لومړی يې د مکتبونو، مدرسو او پوهنتونونو  له نصابه  د «ذمي» احکام وویستل.  وروسته يې داسې نظریه وړاندې کړه چې ګوندې دوی «ذمیان» نه بلکې «د ملت خلک» دي، دوی په دې اړه مقالې او کتابونو ولیکل چې د «ذمي او غیر ذمي» درسونو پخواني دي او اوسني وخت (ماډرنیزم دور) سره اړخ نه لګوي. څوک چې په یوه معینه ځمکه کې چې ځانګړي حدود ولري د ملت برخه ګڼل کیږي او د ټولو نورو اتباعو په څېر  ټول هغه حقوق ورکول کیږي چې نور یې اخلي.  همدا لامل دی چې په زیات شمېر اسلامي هېوادونو کې مسیحیان،هندوان، سکان او آن یهودیان په سترو سترو څوکیو ناست دي.

ذمیان څوک دي؟

فقهاو د «ذمي» تعریف داسې کړی: ذمیان هغه کفار دي چې په اسلامي هېواد کې اوسیږي او اسلامي هېواد له دوی سره تړون کړی وي چې ددوی سر، مال، ناموس او په دین به هيڅوک تجاوز نه کوي، اسلامي هېواد به ددغو خلکو سر، مال او ناموس ساتنه کوي او دغه کفار به ددې په مقابل کې «جزیه» یعنی ټیکس ورکوي، دغه تړون چې د کفارو او اسلامي هېواد تر منځه کیږي «عقد الذمه» ورته وايي او دغو کفارو ته «ذميان» وايي.

اوس پوښتنه دا ده چې آيا کافر کولای شي د مسلمانانو مشر او نماینده وټاکل شي؟ او آیا کافر کولای شي د مسلمانانو په داخلي چارو کې کار وکړي؟

د قرآن زیات شمېر دلایل په دې اړه موجود دي چې کافر «ذمي او غیر ذمي» د مسلمانانو مشري په هيڅ یو صورت سره نشي کولای او که څوک کوم کافر د مسلمانانو مشر، نماینده او یا بله کوم مسئولیت  ورسپاري نو د یوې سترې ګناه مرتکب کیږي.

په دې اړه زیات شمېر دلایل موجود دي چې په لنډه توګه یې دلته وړاندې کوو:

۱-  د کفارو سره ملګرتیا څخه منع

په دې اړه خورا زیات شرعي نصوص راغلي او هر ډول د شرعي نصوصو اسلوب یو له بله تغییر دی، ځينې ځایونو کې ددې منع راغلې چې کافر  سره «دوستي» ونه کړل شي، ځينې ځایونو کې راغلي چې کافر د کافر دوست او ملګری دی،  ځينو نورو ځایونو کې راغلي چې مسلمان باید د مسلمان دوست او ملګری وي نه د کافر.

د فقهاو په وینا د کفارو سره «دوستۍ» څخه چې هر ځای منع راغلې مراد ترې دا نه ده چې له زړه دې ورسره دوستي نه کوي خو که په عمل کې  یې وکړي باک نه کوي، بلکې له دوی سره به نه په زړه کې او نه هم په عملي توګه دوستي کوي.

قرآن وايي: « “لا تتخذوا عدوي وعدوكم أولياء تلقون إليهم بالمودة”  زما او ستاسو دښمن په دوستۍ مه نیسئ… چې مسلمان د کافر سره له دوستۍ څخه منع شوی نو دا خو په هر صورت منع ده چې کافر دې په مسلمان حاکم وي او یا دې هم د  سفیر په توګه نورو هېوادنو ته ولیږل شي او د مسلمان هېواد په داخلي  چارو کې دې ونډه واخلي.

امام رازي رحمه الله فرمايي چې ابو موسی الأشعري رضي الله عنه عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته وویل چې یو مسیحي  زما مرزا او کاتب دی، عمر رضي الله عنه ورته وویل چې هلاک شې، د الله دا قول دې نه دی اوریدلی چې «يا أيها الذين آمَنُوا لاَ تَتَّخِذُوا اليهود والنصارى أولِيَاء» مسلمانانو یهود او مسحیان په دوستۍ مه نیسئ، ابو موسی الاشعري رضي الله عنه وايي چې ما ورته وویل دهغه خپل دین دی او زما یې د مرزا توب او لیکوالۍ سره کار دی، عمر رضي الله عنه ځواب ورکړ چې دوی خدای سپک کړي نو اکرام يې نه کوم، چې الله ذلیل کړي نو عزت يې نه کوم او چې الله رانه لرې کړي نو ځانته یې نه رانیږدې کوم، ابوموسی وايي ما ورته وویل چې د بصرې ښار له ده پرته نېمګړی دی، نو عمر رضي الله عنه ورته وویل چې مسیحي مړ شو بیا به څه کوې؟  له همداوسه کار وکړه او په دې اړه له بل چا مرسته واخله.

له دې اثر څخه څرګندیږي چې «کافر» د مرزا توب لپاره نیول  جواز نه لري نو څنګه بیا دا کیدلای شي چې یو هندو دې د یو اسلامي هېواد چې ۹۹،۴٪ خلک یې مسلمان وي سفیر ټاکل کیږي!  همدا راز دا نتیجه هم په لاس راځي چې کافر ته په اسلامي هېواد کې هيڅ یوه څوکۍ ورکول جواز نه لري، ولو که هر څومره ضرروت ورته وي.

ابو حیان رحمه الله ددې آیت «يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا الكافرين أولياء من دون المؤمنين» په تفسیر کې فرمايي چې دغه آیت ددې دلیل دی چې کافر په هيڅ یوه لاره په مسلمان حاکم کیدلای نشي.

 ۲- کافر سره  «د راز ملګرتیا»

الله جل جلاله فرمايي:
یا ایها ال‍‍ذین آمنوا لا تتخذوا بطانة من دونكم لا يألونكم خبالا ودوا ما عنتم قد بدت البغضاء من أفواههم وما تخفي صدورهم أكبر”
مسلمانانو د خپل مسلمان پرته نور راز دار «یعنی چې راز ورسره شریکوئ» مه نیسئ….

ابن حجر رحمه الله فرمايي چې أبو عبیدة د «بطانة» مانا په «دخلاء» سره وکړه او «دخلاء» هغه چاته وايي چې د مشر سره  پټ کیني او د راز خبره ورسره شریکه کړي.

په دې آیت کې الله جل جلاله له دې څخه په کلکه منع کړې چې کافر دې مرستیال او مشاور وټاکل شي او د مسلمانانو په کارونو کې ترې مشوره واخیستل شي. پاتې شوه د سفیر ټاکل، چې د یو مسلمان ملت نماینده ګي دې کوي، خو بیخي لرې خبره ده.

۳- کفارو ته میلان

الله جل جلاله فرمايي: « ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون» یعنی هغو کسانو ته میلان مه کوئ چې ظلم يې کړی.  فقهاء وايي چې د «ظلموا» نه مراد  کفار دي، ځکه بل ځای ددې شرحه شوې چې «والکافرون هم الظالمون» کافران ظالمان دي او «ان الشرک لظلم عظیم» شرک عظیم او ستر ظلم دی.

مخکې مو چې څومره آیتونو او حدیثونو ذکر کړل له ټولو څخه دا نتیجه په لاسه راځي چې په مسلمان د کافر  مشري په هیڅ صورت جواز نه لري ځکه مسلمان او اسلام پورته او کفر او کافران ټيټ او ښکته دي.

هندو ولې د افغانستان سفیر وټاکل شو؟

د افغانستان د اوسني اساسي قانون څلورمه  ماده  کې راغلي چې « د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعیت ولري.
د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره….څخه جوړ دی.»

په دغه ماده کې یواځې دا ذکر شوي چې پښتون، تاجک، هزاره، ازبک…. د افغانستان ملت دی او دوی به د افغانستان له تابعیته نه محرومیږي. دلته چې خبره د تابعیت شوه نو هندوان، سکان، مسیحیان او نور ټول د افغانستان تابعیت لرونکي دي نو ددې پر اساس څومره حقوق چې نور لري دوی هم ترې برخمن دي.

هندو کولای شي پر هر یوه اداره کې کار وکړي، هغه که د سفارت وي، که د وزارت وي او که نور… ځکه اساسي قانون دا حق ورکړی دی.
دا چې  «شام لال بتیجه» سفیر ټاکل شوی نو د اساسي قانون سره سم قانوني ټاکل شوی، ځکه اساسي قانون وايي چې د افغانستان د ملت د اتباعو تر منځ هر ډول امتیاز او تبعیض منع دی. هندو او مسلمان، ښځې او نر تر منځ فرق باید ونه کړل شي.

 اسلام څه وايي؟

مخکې  مو د «ذمي» په احکامو کې یادونه وکړه چې هيڅکله یو کافر په مسلمان حاکم کیدلای نشي، فقهاء  وايي چې د مسلمانانو په کارونو کې هیڅکله کافر ته د مداخلې کولو حق نشته، ځکه دوی نجس دی او نجس څېزونه باید وغورځول شي.

قرآن وايي: «ولن یجعل الله للکافرین علی المؤمنین سبیلا»

هیڅکله (هرګز) الله نه ده ورکړې  کافرانو ته په مسلمانانو لار (غلبه).

بله حدیث کې راځي چې «الاسلام یعلي ولا یعلی علیه» اسلام اوچت او حاکم دی او دی ټيټدای (محکوم)  نشي.

لنډیز او پایله:

په پای کې دومره ویلای شو چې کافر هيڅکله د مسلمان مشري نشي کولای او نه هم کافر د مسلمانانو په داخلي چارو کې کار کولای شي.
دا چې وضعي قوانینو جواز ورکړی دا د اسلام دین د واضحو او ښکاره احکاماتو سره په ټکر کې دی او هيڅ شرعي جواز نه لري.
اساسي قانون د نورو په لاس جوړ شوی، او «تحکیم بغیر ما أنزل الله) او د الله له حکمه پرته په نورو څه حکم کول کفر، ظلم او فسق دی. کافر د مسلمان ملت نشي کیدای او کافر د مسلمان هېواد نماینده نشي ټاکل کیدای.

یو بله وروستۍ پایله دا هم په لاس راځي، چې  برحاله اساسي قانون غیر اسلامي او د اسلام له واضحو احکامو سره په ټکر کې دی، ځکه اسلام وايي چې مؤمن باید حاکم وي او د مسلمان په کارونو کې باید نور څوک کار ونه لري اساسي قانون وايي نه؛ کافر کولای شي د مسلمانانو مشر شي او د مسلمانې ټولنې نمایندګي وکړي، قرآن ويي چې کافر او مسلمان سره برابر نه دي، اساسي قانون وايي چې د ملت ټول اتباع سره برابر دي، قرآن وايي چې عزت الله، د هغه رسول او مسلمانانو دی؛ اساسي قانون وايي نه؛ عزت کافر  ته  دی. قرآن وايي تشریعي سلطه د الله ده اساسي قانون وايي چې نه خلک باید ځانونو ته خپله شرعه جوړه کړي. والله اعلم

پای

لیکوال: خالد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x