له نفاق څخه د اسلافو وېره

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : نفاق هغه بېماري ده چې ایمان داسې له مینځه وړي لکه په لرګې کې د ننه چې چینجی پیدا شی لرګی له بهر نه جوړ ښکاره کیږي او د ننه خراب شوی وي نو ددې لپاره چې له خطر ، نښو ، علامو ، صفتونو څخه یې باید خبر شو او که په مونږ کې دا وایرس پیدا شوي وي باید ځان ورڅخه وساتو پدې هېله مې د نفاق په اړه معلومات را ټول کړي دي او زړه ته را نېږدې لوستونکي ته یې له ټولې مینې سره ډالۍ کوم .

حضرت ابراهیم التیمی رحمه الله فرمايي : مَا عَرَضْتُ قَوْلِي عَلَى عَمَلِي إِلَّا خَشِيتُ أَنْ أَكُونَ مُكَذِّبًا .

ترجمه : زه چې کله خپل عمل له خپلو خبرو سره مقایسه کړم ډارېږم هسې نه چې درواغجن شم .

حضرت حسن بصري رحمه الله فرمایی : مَا خَافَهُ إِلَّا مُؤْمِنٌ ، وَلَا أَمِنَهُ إِلَّا مُنَافِقٌ .

ترجمه : نفاق داسې شی دی چې لدې نه به صرف مؤمن ډاریږي او د نفاق نه چې بې غمه او په امن کې وي (نه ورڅخه ډاریږي) هغه به منافق وي .

حضرت حذیفه رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم څه منافقین یاد کړي او ور ښودلي وو امام ابن قیم رحمه الله فرمايي : څومره چې د یو چا ایمان ټینګ وي همدومره هغه ډاریږي چې هسې نه د منافقینو څخه شي ددې امله به د پخوانیو وېره ډېره ورڅخه زیاته وه حضرت عمر رضی الله عنه به حضرت حذیفه رضی الله عنه ته فرمایل : زه په الله تعالی تاته قسم درکوم ماته اوایه آیا زه رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه کسانو (منافقانو) کې درته یاد کړی یم؟ حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ویل : نه ! او ددې نه وروسته د بل چا صفایی نه کوم (د بل چا ددې خبرې ځواب نه ورکوم) . طریق الهجرتین
حضرت ابن اب ملیکة رحمه الله فرمایي : أَدْرَكْتُ ثَلَاثِينَ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُلُّهُمْ يَخَافُ النِّفَاقَ عَلَى نَفْسِهِ مَا مِنْهُمْ أَحَدٌ يَقُولُ إِنَّهُ عَلَى إِيمَانِ جِبْرِيلَ وَمِيكَائِيلَ .

ترجمه : ما دېرش کسه صحابه لیدلی دي او هغوی ټول په خپل ځان باندې له نفاق څخه ډارېدل (هسې نه چې الله تعالی یې له منافقینو څخه شمار کړي) په دوی کې داسې یو هم نه وو چې هغه به ویل چې ده هغه ډول کلک ایمان راوړی دی لکه حضرت جبریل او میکائیل علیهما السلام چې راوړی دی .

حافظ ابن حجر رحمه الله د پورتني حدیث په تشریح کې فرمایي : هغه صحابه کرام چې ابن ملیکة رضی الله عنه لیدلي دي او د هغوی په اړه دا خبره کوي په هغوی کې د صحابه کرامو لوړ او عالی شخصیتونه وو د هغوی له ډلې څخه وو حضرت ام المؤمنین عائشه ، د حضرت عائشې خور اسماء ، ام سلمة ، عبد الله ابن مسعود ، عبد الله ابن عمر ، عبد الله ابن عباس ، ابو هریره ، عقبة بن حارث ، المسور بن مخرمة رضی الله عنهم اجمعین .

نو دا شخصیات به په خپل ځان باندې له نفاق څخه ډارېدل .

حضرت ابن سیرین رحمه الله فرمايي : زه له بل هېڅ شي څخه دومره نه ډارېږم لکه ددې آیت چې نه ډارېږم چې الله تعالی فرمایی : وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ (۸) . سورة البقرة

ترجمه : او ځینې له خلقو هغه څوک دي چې وايي ا یمان راوړی دی مونږ په الله او په ورځ وروستۍ (چې قیامت او د جزا وخت دی) . حال دا چې نه دي دوی مؤمنان .

له حضرت امام احمد بن حنبل رحمه الله نه چې پوښتنه وشوه چې آیا ته له نفاق څخه ډاریږې؟ ده مبارک وویل : ومن يأمن على نفسه النفاق ؟ .

ترجمه : او له نفاق څخه به څوک نه ډاریږي؟ .

نو دا د اسلام اسلاف او امامان وو چې هغوی له نفاق څخه ډارېدل نو ددېنه دوه خبرې را معلومیږي :

لمړی دا چې نفاق خطرناک شی دی رښتینی مؤمن باید ورڅخه وډار شي ځکه له نفاق سره د انسان دنیا او آخرت خرابیږي دنیا یې ځکه خرابه وي چې هسې ځان ستړی کوي ، کله مصارف هم کوي ، کله خپل کار پریږدي او جومات ته هم ځي ، کله په نورو د خیر په کارونو کې هم شرکت کوي لکن دا هېڅ شی ده ته په درد نه خوري او ټول عبادات ، طاعات او د ثواب کارونه هغه وخت انسان ته په ښه ورځي چې په انسان کې ټینګ ایمان وي .

دوهمه خبره دا چې دا نفاق داسې نه دی چې د لرې ښکاره کیږي نفاق یو پت وایرس دی چې کله په انسان کې راغلی وي او انسان ورباندې نه پوهیږي ، لکه د سورة بقرې په آتم آیت کې الله تعالی فرمایی چې ځینې داسې خلک وي چې هغوی وایی چې مونږ ایمان راوړی دی لکن هغوی مؤمنان نه وي نو ددې امله انسان باید هر وخت خپلو عملونو ، خپلې عقیدې ، خپلو خیالونو او فکرونو ته متوجه وي چې څه د نفاق بوی خو پکې نشته؟ ددې امله مې د نفاق په اړه دا معلومات را ټول کړی دي او د یو څو برخو په شکل کې یې له خپلو لوستونکو سره شریکوم .

زما د بحث مراجع:
قرآن کریم
صحاح الستة
مسند الامام احمد بن حنبل رحمه الله
کابلی تفسیر (د آیتونو ټولې ترجمې له همدې څخه دي) .
فتح الباري
طریق الهجرتین
مدارج السالکین
الوابل الطیب
جامع العلوم و الحکم
احیاء علوم الدین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.