نظــر

د غلامانو سزا

د نوي کال په پیل کې د طالبانو پرلپسې بریدونو حامد کرزی دې اعتراف ته مجبور کړ، چې ووايي  غربیانو ده ته دوکه ورکړ ې او دی د امریکایانو په خدمت کې دی.د کرزي د دې خبرو مفهوم ښکاره دی: د دوی په اصطلاح (تروریستانو )دا پتېیلې چې په ۲۰۱۴ز کال کې د امریکایانو له وتلو وړاندې دوی ښه خمېره کړي.

مګر د امريکا مشران په خپلو هغو پیسو او قربانیو سخت پښېمانه دي چې د کرزي د رژيم په دفاع کې يې ورکړې دي.خود کرزي دغه ډول اعتراف او نارې سورې هغوی ته چې د افغانستان تاريخ يې لوستی وي، کومه پټه یا هم د تورې خبره نه ده.
دطالبانو په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته لېږل شوې وه، ویل شوي وو: ټوله ته مالومه ده چې کرزی څنګه کابل ته راوړل شو، او څنګه د شاشجاع په بې دفاع تخت کېنوست؟
دلته د دوی اشاره هغه شړل شوي شاشجاع ته ده ، چې په ۱۸۳۹ز کې بېرته انګلیسانو راووست اوپه کابل کې يې نصب کړ.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي وو: پر همدې اساس دا عجیبه نه ده چې امريکايي عسکر کرزی دلوبو یوه وسیله بولي او آن په څپېړه يې ووهي،ځکه چې دا داشغالګرانوعادت دی چې په پای کې خپله د لاس نښانه سپکوي او دا دهغوی سزاده چې غلامي مني.
طالبانو بې پامه پر هغه ځای ګوته کېښوده چې د حامدکرزي رواني حالت ترې ډېرښه مالومېدای شي، هغه څه چې مسلم دي دادي چې کرزی د شاشجاع لمسی دی، چې هغه په نولسمه پېړۍ کې د انګلیسانو ګوډاګی و.که څه هم په لویديځ کې دې نقطې ته د ډېرو کمو خلکو ورپام دی، مګر دا واضحه خبره ده چې کله هم امریکا ځي، نو ډېر بد څه به تکراروي.
موږ ممکن د استعمار هغه دوره هېره کړې وي، چې د افغانانو په سینو کې يې د کینې اور بل کړی دی، مګر افغانانو هغه استعمار نه دی هېر کړی. نن په افغانستان کې شاشجاع د انګلیسانو د غلام په توګه د لعنتي او کرکې وړ ګڼل کېږي.مګر د دې برعکس وزیر محمد اکبر خان او دهغه پلار دوست محمد خان د دوی اتلان دي.
کرزي هم دا تاریخ هیڅ نه دی هېر کړی، مګر هغه هڅه کوي چې  د ده او د ده د ملاتړو ترمنځ ګواکې ډېر توپیر دی.همدا خبره ده چې سړی وایي چې کرزی په کومه کاسه کې چې يې خورې همالته پکې توکي.
په ۲۰۰۱ز کال د طالبانو لوړپوړي چارواکي خپلو نویو ځوانانو ته وايي: غواړئ ځانونه دشاشجاع زامن کړئ، که د دوست محمد خان؟
د ۱۸۴۰ او نن جګړې ډېر ورته والی سره لري، یواځې دومره شوي دي چې سیاسي لوبغاړي او بیرغونه پکې بدل دي، هماغه ښارونه د هماغه خلکو له خوا چې په انګلیسي غږېږي، اشغال شوي دي، او له هماغو غرونو جګړې پرې کېږي.
نن چې د سرمقالو او خبرونو سرټکي ګورو نېغ هماسې دي لکه په افغان ـ انګلیس جګړه کې چې خپرېدل،لکه: آیا بهرني ځواکونه د انساني ارزښتونو لپاره منډي وکړي که د سنګسار او قصاص مخه ونيسي؟ ايا د کفر او الحاد د اصطلاحاتو پرځای غربي اصطلاحات دود کړي؟ ایا بې له دې چې ټوله وضعه ترېنګلې کړي باید ټول فکر په اداره راټول کړي؟ او …
د افغان ـ انګلیس جګړې په پای کې د وخت یو لوړ رتبه استخباراتي مامور سرکلاود وید ويلي و: پر خپل غرور او نفس باور راته تر هیڅ شي ډارن او خطرناک نه و، موږ تل پر دې ځان خطا کړی و، چې ګواکې په یوه نابلده جغرافيوي ساحه کې ښه اداره لرو.بس.
په ۱۸۴۱ـ۱۸۴۲ز کلونو کې چې کله انګرېزان د افغانانو د عمومي جهاد پر وړاندې ناکام شول، نو د وخت د سفير له شاشجاع سره سخته اړيکي ترينګلې شوې، همدارنګه نن هم د ناټو او کرزي ترمنځ لفظي شخړې او مخالفت  په افغانستان کې د امریکا له ناکامۍ پرته بل څه نه دي.
افغانستان یو داسې هېواد دی چې بهرنیان پکې له قوي ملاتړه پرته نه شي پاتې کېدلای، دغه اوس هم د امریکامصرف تر سل ملیارده ډالره هم اوړي، یواځې د هلمند په دوو ولسوالیو کې د امریکايانو بحري عسکرو دومره مصرف کړی چې د دوی د نظامي پرمختیا ټوله بودیجه وه.
همدارنګه دلته د امریکا ماتې له دې امله هم ده چې په سخت اقتصادي جنجال کې راګېره ده، له لوديځو هېوادونو سره يې اقتصادي اړيکې سخته ترېنګلې شوې دي.البته تاریخ کله هم کټ مټ نه تکرارېږي ځکه خو د ننني جنګ او د ۱۸۴۰ز کال دلسیزې د جنګونو یو څه توپیرونه هم شته، کرزی هڅه کوي چې له خپلو نیکونو يې زده کړي، کله چې زما کتاب په هندوستان کې چاپ شو، کرزي لوستی و، راته ويل يې، نن هماغه تړونونه تکرارېږي هماغسې ناندرۍ روانې دي، لکه له شاشجاع سره: هغوی (غربیانو) د افغانانو ورکړي فرصتونه په لغته ووهل.
کرزی پر دې باور دی چې شاشجاع پخپلې خپلواکۍ ډېر ټنیګار نه کاوه، مګر دی غواړي ثابته کړي چې دی چاپه ارګ کې نه دی نصب کړی او دچا ګوډاګی نه دی.

ژباړن: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x