افغانستان

ګډو ځواکونو د داعش پر وړاندې د طالبانو خط بمبار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د طالبانو پر هغه خط بريد کړی، چې له داعش سره د جګړې مسؤوليت ور له غاړي و.

د خوږياڼو ولسوالۍ سور ډاګ سيمې اوسېدونکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو د طالبانو پر مرکز ځمکني او هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې د اوولسو طالبانو په ګډون شپږ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د ابو بکر په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي زموږ همکار ته ويلي، چې ګډو ځواکونو د طالبانو مرکز ته څېرمه پر نژدې کورونو هم برید کړی، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې تېره مياشت د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو تنګي ، بهار، سور ډاګ او ورته نورو سيمو کې طالبانو د داعش بريدونه په شا وتمبول او په سور ډاګ سيمه کې يې د داعش د بريدونو د مخنيوي لپاره دغه مرکز جوړ کړی و، چې تېره شپه پرې ګډو ځواکونو بريد وکړ.

د خوږياڼو اوسېدونکي وايي، چې امریکا او ګډ حکومت غواړي داعش ته د پرمختګ لاره هواره کړي او په سيمه کې د طالبانو هغه ځواک په نښه کړي، چې له داعش جګړه مارانو سره د جګړې مسؤوليت پر غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x