ورزش

سعودي په لومړي ځل ښځو ته لوبغالي کې د فوټبال سیالۍ کتلو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې ښځې کولای شي د فوټبال سیالۍ کتلو لپاره لوبغالي ته لاړې شي.

د سعودي د معلوماتو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: چې ښځې به په لومړي ځل د فوټبال سیالۍ د جمعې په ورځ په ریاض لوبغالي کې وکتلی شي، چې دوهمه لوبه به یې په جده او درېمه به په دمام ښار لوبغالو کې ترسره کیږي.

سعودي چې د ښځو په اړه په اسلامي نړۍ کې تر ټولو سخت قواعد او بندیزونه لري، اوس د یوې او بلې لارې د ښځو او سړیو د یوځای کیدلو کوښښ کوي.

د سعودي په شته قانون کې ښځه نشي کولای د کورنۍ غړي لکه پلار، خاوند یا ورور د اجازې پرته د درس او یا چکر لپاره بهر لاړه شي.

له دې وړاندې سعودي حکومت د تېر ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې ښځو ته د خپلې ملي ورځې په مناسبت ریاض فوټبال لوبغالي ته د تګ اجازه ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې د سعودي حکومت تېر کال ښځو ته د موټر چلولو له اجازت وروسته پر سینماګانو لګیدلي بندیزونه هم ختم کړل چې د روان ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت کې به لومړی فلم نندارې ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x