
حزب اسلامي: نن د دې حزب ۹۰ تنه زندانیان خوشي کېږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): حزب اسلامي وايي، حکومت نن پنجشنبه د دوی ۹۰ تنه زندانیانو د خوشي کولو هیله ورکړې ده.
د حزب اسلامي یوه ویاند فضل الله ممتاز ویلي، چې دغه ټول زندانیان د څرخي پله له زندانه خوشي کېږي.
هغه له بې بې سې سره خبرو کې وویل، حکومت ورسره وړاندې ژمنه کړې وه، چې دا زندانیان به خوشي کوي، خو د ځينو ستونزو له امله يې خوشي کېدل وځنډول شول.
دغه ګوند چې مشر يې د ګډ حکومت په لومړیو کې د یو تړون له مخې د ټوپک پورته کړې دعوه غلې کړه، دعوه کوي چې ۲۵۵۲ تنه يې زندانیان دي.
د فضل الله ممتاز په وینا له حکومت سره د دوی په یو ځای کېدو يې تر اوسه د زندانیانو یوه ۷۰ کسیزه ډله خوشي شوې ده.
حزب اسلامي دعوه کوي چې له حکومت او بهرنیانو سره د جګړې پر مهال يې شاوخوا ۱۷۳ تنه د بګرام زندان ته هم وړل شوي دي چې باید خوشي شي.
د حزب ټول زندانیان له بهرنیانو او افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال نیول شوي، چې د دې ګوند مشر انجینر ګلبدین حکمتیار پخپل راتګ سره خپله تېره جګړه اشتباه وبلله او په دې جګړه کې د نیول شويو کسانو د خوشي کولو غږ يې وکړ.
حکمتیار څو ورځې وړاندې هم پلازمېنه کابل کې ګیله وکړه، چې حکومت ورسره د زندانیانو خوشي کولو پرلپسې ژمنې کوي، خو عملي کړې يې نه دي.
حزب نن د زندانیانو د خوشي کېدو په تمه دی، خو حکومتي چارواکو يې په اړه څه نه دي ويلي.
نږدې اوونۍ وړاندې د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح حکمتیار هم د داعش ملاتړی وباله او دعوه يې وکړه چې د زندانیانو په ډله کې د داعشيانو د خلاصون هڅه کوي.