ورزش

د ویرات کولي په نه ځلیدنه مینوال ځانته اور واچوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سویلي افریقا او هند لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې لوبډلمشر ویرات کولي په توپ وهنه کې ونه ځلید چې له امله یې یو مینوال دده په ناکامۍ ځان ته اور واچوه او ژوند یې له لاسه ورکړ.

د سویلي افریقا ښار کیپ ټاون کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه ترسره شوه چې په لومړۍ پاڼه کې ویرات کولي یواځې ۵ منډې جوړې کړې او وسوځید چې په کتلو یې د مدهیا پردیش اوسیدونکي ۶۳ کلن بابولعل باریا خپل ځان ته اور لګولی.

ځایي پولیسو هندوستان ټایمز خبري اژانس ته ویلي «مونږ ته د بابولعل خبر راغی چې د ویرات کولي په سوځیدلو جذباتي شو او د پطرولو بوتل یې په سر واړاوه ځانته یې اور ورکړ، چې د سې شنبې په سهار یې د سختو ټپونو له کبله ژوند له لاسه ورکړ.

څو ورځې وړاندې د سویلي افریقا او هند ترمنځ لومړۍ ټيسټ لوبه ترسره شوه چې د ویرات کولي په شمول ټول لوبغاړي په توپ وهنه کې ناکام شول او له امله یې سویلي افریقا ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x