افغانستان

د بلخ نوی والي پوځي مرکز کې معرفي کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ لپاره د ارګ له لوري ټاکل شوی والي، انجینر محمد داود د بلخ ولایت د مقام پر ځای په یوه پوځي مرکز کې معرفي کېږي‎.‎

«يو» تلویزون له ارګ نه د یوې معتبرې سرچينې له قوله وايي، انجینر محمد داود به د بلخ ولایت د مقام پر ځای په ۲۰۹ شاهین ‏قول اردو کې معرفي کړل شي‎. ‎

د سرچينې په قول حکومت هوډ کړی چې له جمعیت سره د خبرو تر څنګ د انجینر محمد داود ردېدل امکان نه لري‎. ‎

‏۲۰۹‏‎ ‎شاهین قول اردو مزار شریف ښار څخه د باندې پرته ده، چې د سرچينې په قول انجینر محمد داود به همالته په کار پیل وکړي‎. ‎

پرون چهارشنبه د ارګ او جمعیت اسلامي د استازیو تر منځ ناسته پنځم پړاو ته ورسېده، خو لا يې هم د پایلو په اړه څه نه دي ویل ‏شوي‎. ‎

د دې ناستو د درېیم پړاو اړوند طلوع نیوز ويلي، چې جمعیت اسلامي په یوولسو مادو کې ارګ ته خپلې غوښتنې سپارلې دي.

د سرچينې په قول د نظام بدلون، د جمعیت اسلامي د برخې ډېرېدل او د بلخ پر څوکۍ د عطامحمد نور پاتې کېدل يې عمده ټکي دي.

تېره اوونۍ عطامحمد نور، د بلخ په زارع ولسوالۍ کې د قتل په تور د انجینر محمد داود د نیول کېد امر هم ورکړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x