افغانستان

کارپوهان: د داعش تلفاتو په اړه د حکومت ادعاوې پر درواغو ولاړې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له تېرو دوو کلونو راهيسې د ګډ حکومت چارواکي د نورو سيمو په ګډون په ننګرهار کې نژدې هره ورځ د لسګونو داعش جګړه مارانو د وژلو ادعا کوي، خو د سیاسي چارو کارپوهان او د ولسي جرګې غړي د حکومت دغه ادعاوې پر درواغو ولاړې بولي او ټينګار کوي، چې حکومتي چارواکي يوازې د خپل نوم او داعش ته د مشروعيت ورکولو په موخه دغه ادعاوې کوي.

د څارونکو په وينا حکومت تر تېرې څه مودې وړاندې ويل، چې د داعش وسله والو شمېر له پنځلس سوو زیات نه دی، خو بيا هم هره ورځ د لسګونو داعشيانو د وژلو ادعا کوي، خو بيا هم دغه ډله تر اوسه له منځه نه ده تللې، بلکې ځينې حکومتي کړۍ ورته په لوی لاس کمپاین کوي او د مشروعيت ورکولو هڅې يې کيږي.

د سياسي چارو کارپوه جاويد کوهستاني وايي: «متأسفانه، چې حکومت د داعش د تلفاتو په اړه له مبالغې کار اخلي.»

 د ملي شورا يو شمېر غړو هم په دې اړه د حکومت ادعاوې ناسمې بللي دي.

د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي وايي: «دغه چارواکي د داعش تلفاتو په اړه تېر ايستونکې شمېرې بيانوي، چې له ځمکنيو حقايقو سره په ټکر کې دي.»

د ولسي جرګې يوه بل غړي محمود سلیمانخېل ويلي: «که د حکومتي چارواکو له ادعاوو سره سم د داعش مړي وشمېرو، د داعش د غړو له شمېره څو چنده زياتېږي او د حکومت ادعا په کې له ورایه درواغجنه ښکاري.»

د ولسي جرګې ځينې غړي، روسيه او يو شمېر نورو سيمه‌ييزو هېوادونو په افغانستان کې د داعش فعاليتونه د افغانستان په ګډون د ټولې سيمې لپاره ګواښ بللي دي.

د ولسي جرګې غړی حاجي عبدالظاهر قدیر او ځينو نورو وکيلانو ويلي، چې حکومتي چارواکي په لوی لاس داعش ډلې ته د مشروعيت ورکولو په لټه کې دي او په کومو سیمو کې چې د داعش او طالبانو جګړه وي، حکومتي او بهرني عسکر داعش ته د لارې ورکولو په موخه پر طالبانو بمبار او عمليات کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x