افغانستان

د غزني په قره باغ کې پنځو اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه نا تایید شوی خبر کاږي،چې د دې ولسوالۍ په جمک کلا سېمه کې طالبانو د یوه کمین برید په ترڅ کې درې اربکیان وژل شوي.

سرچېنه وایي، چې طالبانو همداراز د قبرغې د اربکیانو په پوسته هم برید کړی، چې د پوستې قوماندان پکې مرګونی ټپي او یو بل پکې وژل شوي.

د غزني امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښي په تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د طالبانو ویاند هم تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x