حاجي فرید: د مسلمانانو اختلاف د دښمن په ګټه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سیاسي شنونکی او د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالې د جبهې غړی حاجي احمد فرید وايي، د مسلمانانو اختلاف د دښمن په ګټه دی.

حاجي فريد چې د فیسبوک له لارې يې خپلو زرګونو مینه والو ته ژوندۍ ویډيويي خبرې کولې، په روان بحران کې د امریکا جنایاتو او د مسلمانانو بې اتفاقۍ ته اشاره وکړه.

هغه په فیسبوک کې د «یو کېږو، کنه ورکېږو!» په نامه ګروپ کې چې زرګونه غړي لري، د خبرو پر وخت وویل، امریکا دلته هر جنایت کړی دی او دا يې د مسلمانانو له بې اتفاقۍ په ګټې ترسره کړی دی.

هغه د امریکا یرغل، د امریکا له لوري ملکي وژنو او په هېواد کې خپل سریو ته په اشارې وویل، امریکا دلته د مور بم هم استعمال کړ، نو موږ باید د دښمن پر وړاندې یو دریځ ولرو.

هغه پر ځوانانو غږ وکړ، چې خواله رسنیو کې دې مذهبي اختلافونو نه هم ځان وساتي، هغه ټينګار وکړ چې ځوانان دې د یو بل پر ضد خپلې انرژۍ نه مصرفوي.

حاجي فريد وویل، زه حنفي مذهبه یم، خو د امام صاحب په یوه کتاب کې مې هم د بل مسلک مسلمان لاروي ته د ارتداد خطاب نه دی لیدلی.

حاجي فرید له ځوانانو وغوښتل چې هڅه دې وکړي، خپل منځي اختلافونه ګوښې ته او په ټول توان د دښمن د توطیو مخه ونیسي.

په خواله رسنیو کې د دې سیاسي شنونکي زرګونو مينه والو د هغه د خبرو هرکلی کړی او هیله يې کړې چې پرلپسې دوی ته ویناوې واوري.

حاجي فرید وروسته له هغه پر فیسبوک په ژوندۍ بڼه راڅرګندېږي، چې حکومت پرې له میډيا سره پر مرکو بندیز لګولی دی، هغه وړاندې تر دې په تلویزوني بحثونو کې پر امریکا او د هغوی پر ملګرو توندې نیوکې کولې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د