افغانستان

د ولسمشر مېرمن: په ادارو کې مېرمنې له جنسي ځورونې سره مخ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسمشر مېرمن رولا غني وايي، په دولتي او خصوصي ادارو کې پر نورو ځورونو سربېره ښځينه کارکوونکې له جنسي ځورونې سره هم مخ دي.

رولا غني چې پرون د مېرمنو لپاره په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، اوسنی وضعیت له پخواني هغه سره بدل شوی او ښځو ته په سمه سترګه نه کتل کېږي.

هغې وویل: «ښه مې په یاد دي چې ۴۴ کاله وړاندې ښځو ته په ښه سترګه کتل کېدل، نارینه به ښځه خپله ناموس بلله، خو اوس ښځې په دولتي او خصوصي ادارو، بازارونو او هر ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ دي.»

رولا غني چې د امریکا او ګډ حکومت له لوري د ښځو په برخه کې د یوې پروژې مشري هم پر غاړه لري، وویل د ښځو جنسي ځورونه په افغاني کلتور کې نشته.

د ادراي او ملکي خدماتو د خپلواک کمیسیون مشر نادر نادري هم وویل چې دوی هڅه کوي ادارو کې د ښځينه کارکوونکو خوندیتوب ته پام وکړي.

نادري وویل پر دې سربېره له ښځينه و سره تبعیض هغه څه دي چې ادارو کې يې د دوی حضور کمرنګه کړی دی.

وړم کال اجراییه رییس هم د ښځينه و له جنسي ځورونې سر وټکاوه، حتی دا يې ادارو کې «عادي شوی کار» وګاڼه.

عبدالله عبدالله د ښځو اړوند يوې علمي ناستې ته د خبرو پر مهال پر دې خواشيني ښکاره کړه او په وينا يې باید د دې کار عاملین مجازات شي.

رولا غني په داسې حال کې د ښځو د جنسي ځورونې اړوند اندېښنه ښيي، چې پخپله د «پروموټ» په نوم د ښځو لپاره د خدمت په پلمه هغوی له نارینه و سره ګډ کار ته هڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

د امریکا دجان کیری له خوا مشر غنی میرمن دا خبره د دی د پاره کوی د هغی یوه پروژه هم دا ده چه ځينی معاش خواره په دی نامه د خلکو کورونو ته لیږی چه د میرمنو سره مرسته کوو ، ښکلی نجونی او میرمنی پکی په نشه کوی هغوی ځانګړو دفاترو ته راغواړی څه نا څه مرستی هم ورسره کو ی، هغوی کی ګوری چه کومه یوه بی لیاری کولی او د فحاشی د پاره کارولی شی ، طبیعی ده چه د هغو میړونو ته شکونه زیږول کیږی چه زما میرمن د کار په نامه چیری او چیری… نور لوستل »

جانان

دجنسي تيري مخنيوي دغربيانوفه لاس ساز شوي حكومت كي نه كيزي

اقبال

د نن ټکی اسیا چلوونکو ورونو ته : مونږ په دی اړه یوه تبصره هم لیکلی او لیږلی وه مګر د کومو عوارضو یا شرایطو له امله تر اوسه نه ده نشر شوی نه پوهیوم چه علت به یی څه وی مونږ ناهیلی نه یو بیا او بیا به یی ولیکو یو ځل خو په نشر شی دشځو د زورونو په اړه د رولا غنی رول : رولا غنی صرف د غنی میرمن نه بلکه د غنی ریسه هم ده، د هغی مشر ورور د لبنان امریکایی پوهنتون کی استاذ او د کوم پوهنځی ریس او څنګ کی یی د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx