مطمئن: امریکا دې د پخواني شوروي اتحاد تجربه نه تکراروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سیاسي شنونکی انجینر نظرمحمد مطمئن وايي، امریکا دې د پخواني شوروي اتحاد ترخه تجربه نه تکراروي.

هغه چې پخپله رسمي فیسبوک پاڼه خپل نظر څرګند کړی، اوسنی وضعیت ورته د شوروي اتحاد د وتلو له وخت سره ورته ښکاري.

مطمئن پر امریکا غږ کړی «چې د پخواني شوروې اتحاد ترخه تجربه تکرار نه شي، چې د خپلو پوځیانو د وتلو تر پلان وروسته د افغان کورنۍ جګړې نقشه ترسیم او افغان کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړي او افغان ولس په جګړه کې ښکېل پريږدي، دوی بې مسؤلیته هر څه پای ته ورسوي.»

هغه پر حکومت هم غږ کړی چې روان وضعیت ته په کتو باید هڅه وکړي، چې د هماغه وخت د ترخو تجربو د تکررا مخه ونیسي.

مطمئن لیکلي: « په افغان حکومت ږغ کوو چې د ۱۳۷۰ او ۱۳۷۱ ترخو تجربو د تکرار مخه ونیسي، او باید افغان کشالي ته بشپړه سولییزه لاره پیداکړي.»

د سیاسي چارو دې شنونکي پر طالبانو هم غږ کړی چې د هغه مهال د حزب اسلامي له وضعیته باید عبرت واخلي او هغسې تېروتنه تکرار نه کړي.

مطمئن لیکلي: «طالبان باید دغه نازک سیاسي بحراني حالت درک او په عمیق فکر د افغانستان مسایلو اړوند قدمونه واخلي، تر څو د بهرنیو پوخیانو وتل یقیني او اسلامي نظام پخه خښته کیښودل شي، د جګړې ځای سوله ونیسي.»

په بلخ کې د عطامحمد نور، کندهار کې د جنرال رازق او په لوړه سطحه د حکومت په منځ کې ناندرۍ ځينو شنونکو ته د پخواني شوروي اتحاد د وتلو او د وخت د حکومت نسکورېدلو ته ورته ګڼي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د