fbpx

غزني: اربکیانو د مدرسې یو زده کوونکی وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د اربکیانو له لوري د مدرسې د یو طالب العلم وژنې توند غبرګونونه راپارولي دي.

جمشید چې د قره باغ ولسوالۍ د میر واعظ د کلي اوسېدونکی و، د سختې شکنجې په حال کې د تصویر لپاره درول شوی، شکنجه کوونکي او وژونکي عسکر يې په اوږه لاس اچوي او تصویرونه يې اخیستل کېږي.

پېښه تېره ورځ د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په ولي داد کلي کې رامنځته شوې ده.

پولیس چې په پوره غرور يې د شکنجه شوي ځوان په اوږه لاس ور ايښی، بارک دین نومېږي چې د پلار نوم يې ملک یاد شوی او د قره باغ د فیضو کلا اوسېدونکی دی.Jamshed1

خواله رسنیو کې د دې تصویرونو له خپراوي وروسته ګڼو فعالانو پر طالبانو غږ کړی چې دا عسکر دې بې محاکمې نه پرېږدي.

اسد بري لیکي :«د غزني ولایت له ټولو مجاهدینو مو غوښتنه ده چې د دغه وحشي قاتل په پیدا کولو کې غفلت مه کوئ،دا قاتل را پیدا او حق ورباندې پلی کړئ تر څو د ډېرو مؤمنانو زړونه پرې یخ شي.»

د شجاع لوګري په نوم بل تن هم لیکلي چې د دې مظلوم انتقام دې واخیستل شي، هغه لیکي: «د قره باغ پر مجاهدینو غږ کوم، چې د دې مظلوم انتقام ژر تر ژره له دې وحشي څخه واخلي.»

پر دې سربېره د خواله رسنیو ګڼو فعالانو د پولیسو له لوري دا وحشت غندلی او دا ډول کړنې يې د سولې په برخه کې ځنډوونکې بللې دي.

Jamshed2

د مدرسې د دې زده کوونکي د جسد تصویر هم د سختې شکنجې شاهدي وايي.

په ورته وخت کې د کندهار د پنجوايي په دو راهي سیمه کې د یو تن دوکاندار وژل بله هغه پېښه ده، چې خواله رسنیو کې يې توند غبرګونونه راپارولي دي.

د محمد شریفي په نوم یو تن چې ډېر وخت د کندهار پر سیمه ییزه حکومتولۍ تبصرې کوي، هغه تصویر خپور کړی، چې د جسد د مخ پوستوکی اړول شوی، سترګې يې ویستل شوې او غاښونه يې په خوله کې نه ښکاري.

شریفي وايي دا دوکاندار د جنرال رازق کسانو تښتولی او له سختې شکنجې وروسته يې وژلی دی، چې جسد يې له اتمې امنیتي حوزې سره موندل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو څو ورځې وړاندې د پکتیا په جاني خېلو کې ۱۶ تنه نیول شوي عسکر بېرته خوشي کړل.

طالبانو ويلي هر يو ته يې یو جوړ جامې او د لارې د کرایې پیسې هم ور کړې دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اختر محمد
میلمه
اختر محمد

الله ته په دی ملت رحم وکوه او ظالمانو ته دوزخ ور په برخه کی ددی مظلوم شهادت دی الله قبول اومقبول وکرزوی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دا کړنی دجالانو او د هغوی غلامانو ته ډیری عادی پیښی دی ، خو مونږ وایو چه تر دی بدتره او شرمیدلی حالت دی الله ج په دوی راولی جه د دغسی وحشت او مظالمو زور ورته په ګوټه او په ډاګه شی ، زه وایم دغه څرنګه ماغزه او څرنګه لاسونه دی چه دا ډول وحشت ترسره کوی الله ج دی تباه کړی ، دوی په دغه وحتش نه شی کولای د الله ج د سپیځلی لیاری مچاهدین کمزوری کړی دغه شهید طالب ورور شهید شوی او د شهید په اړه الله ج فرمایی اچه دوی ژوندی او خوراک… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو او انسانانو ورونو ! دغه وحشت دغه خبیث او ناپوهه جاهل او وحشی عسکر نه دی تر سره کړی ، دغه وحشت سکولریست او عیسوی غنی د ډونالد ټرمپ دجال په قومانده او دستور تر سره کړی ، دا خو لا ښه ده چه تصویر یی خپور شوی او دا تصویر هم قصدا خپور شوی چه خلک د امریکا له وحشته وډاروی ډیر تر دی بدتره وحشتونه تر سره شوی مګر د خاورو لاندی شوی له الله ج غیره څوک تری خبر هم نه دی پوره کورنی ورکړی دی قتل عام تر سره شوی کورونه یی ویجاړ شوی ویل… نور لوستل »