ننګرهار: دوو نفوذي بريد کوونکو ۱۶ امريکايي افسران او عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ په مامندو سيمه کې دوو تنو نفوذي بريد کوونکو امريکايي افسران او عسکر په نښه کړي.

پېښه نن ماپښين شاوخوا يوه بجه هغه مهال را منځته شوې چې د امريکايي افسرانو او داخلي عسکرو تر منځ غونډه روانه وه.

د غونډي عيني شاهدان وايي : د غونډي په مهال دوو تنو بريد کوونکو د خپل ټوپکو شپېلۍ پر امريکايي افسرانو او عسکرو ور واړولي او ناتاره ډزي يې پيل کړې، د دوی په وينا نژدې ۱۵ تنه د بريد په پايله کې ووژل شول او ګڼ شمېر ټپيان دي.

طالبانو د بريد مسؤليت منلی او زياتوي چې دا بريد د دوی له لوري دوو استخدام شويو قومندانانو کړی.

قاري یوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي: ((برید ۲ تنو نفوذي مجاهدینو (قومندان پاچاخان او قومندان میندار) چې د حاجي ظاهر قدیر په ملیشو کې لا پخوا استخدام شوي وو او د قومندانۍ دندې ور سپارل شوي وي ترسره کړ)).

احمدي وايي دواړه قومندانان د مقابل لوري له خوا په ډزو وژل شوي.

د سيمي اوسېدونکو نن ټکي اسیا ته ويلي چې له نفوذي بريد وروسته د بهرنيو ځواکونو الوتکو پر عامو ولسي وګړو بمبار کړی چې له امله يې ۲۵ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

حکومتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو لا د بريد اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.