سامسنګ S9 ځیرک مبایل د مخکتنې نېټه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سامسنګ کمپنۍ نوی فلیګ شیپ سمارټ فون S9 او S9 پلس به په مارچ میاشت کې د مبایل نړیوال کانګریس (MWC) په نوم نړیوال نندارتون چې د هسپانیا په بارسلونا ښار کې ترسره شي نړۍ ته وړاندې شي.

د سماسنک لخوا په رسمي اعلان کې د کمپنۍ مشر «ډي جی کوه» ددغې خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به نوی سمارټ فون نړیوالو ته وړاندې شي، نوموړي د مخکتنې وروستۍ نېټه ۱ مارچ اعلان کړه، او شونې ده چې د اسپانیا په بارسلونا ښار کې د مبایل نړیوال نندارتون – چې د فروری ۲۶ نیټې څخه د مارچ ۱ پورې د نړۍ پر مخ خلاص وي- مخکتنه وشي.

که څه هم د S9 او S9 پلس د ځانګړتیاو په اړه رسما ډېر څه نه دي ویل شوي خو شونې ده چې ددې سمارټ فون د فنګر پرنټ ځای بدل شي، چې په تیرو مبایلونو کې د کاروونکو لپاره ستونزمن ثابت شوی و.

له دې وړاندې سامسنګ کمپنۍ ګلیکسي S8 او S8 پلس وړاندې کړي و، چې د ډیزاین او کامرې ځانګړتیاوې یې خورا کاروونکو کې خوښ ګرځیدلي وو، او د ګلیکسي S7 هغه ستونزې چې د مبایل بیټرۍ به یې چاودیدله له خلکو هیر کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د