نړۍ

ايهود باراك: امريكا په تیرو څو کلونو کې ضعیفه شوې

نن ټکی آسیا: په فلسطین کې د یهودي اشغالګرو رژیم پخواني وزیر دفاع په یوه بیان کي وویل چې دی امریکا ته د پخوا په سترګه نه ګوري، بلکي په داسي سترګه ورته ګوري لکه تر پخوا چې کمزورې او ضعیفه شوي وي.

ایهود باراک چې د یهودي رژیم یو قوي سیاست مدار دی، او لومړی وزیر هم پاته شوی، دا خبري د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې په یوه پوهنتون کې وکړې.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې امریکا کولای شي، د شپې په یوه حصه کې د ایران اتومي زیربناوي په نښه کړي، او هغه له منځه یوسي، او زیاته یې کړه چې د ایران اتومي وړتیا په ډیره اسانۍ سره له منځه وړل کیدای سي، خو امریکا نه غواړي چې ایران په مطلق ډول ددغي اسلحې څخه بې برخي کړي.

ایهود باراک وویل دا سهي ده چې امریکا کوشش کوي تر څو ایران د اتومي وسلې څخه لیري وساتي، خو په مطلق ډول نه غواړي چې دهغوی ددغي وړتیا مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا اوس هغه د پخوا امریکا نه ده، امریکا د تیرو کلونو په نسبت اوس ډیره ضعیفه شوې.

که څه هم ایهود باراک امریکا ته له عسکري نظره تر پخوا ضعیف هیواد وايي، خو د کتونکو په نظر نه یوازي په عسکري لحاظ بلکي په اقتصادي لحاظ هم امریکا تر پخوا ډیره پر شا تللې، او هره لحظه ددې  امکان سته چي د اقتصادي او عسکري قوت اوسنۍ درواغجن قناع یې هم ډېر ژر له مخه وغورځي.

د امریکا د عسکري او اقتصادي قوت د کمزوري کیدو تر ټولو لوی لامل د افغانستان اوسنۍ جګړه بلل کیږی، چې د امریکا په ټول تاریخ کې اوږده ترینه جګړه ده.
د کتونکو په نظر که څه هم امریکا کوشش کوي چې د افغانستان څخه د روان کال ۲۰۱۴ تر پایه پښې سپکي کړي، او خپل له اوږو څخه د افغانستان د اقتصاد دروند بار وغورځوي، خو بیا به هم تر ډېري مودي پوري مجبورا د افغانستان اقتصادي او عسکري کومک جاري ساتي.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x