شمال کې پوځ ته د تیارسئ امر شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): ارګ په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پوځي مرکز ته د تیارسئ امر کړی دی.

تېره ورځ یو لوړ پوړي پوځي پلاوي په فاریاب کې او له هغه وروسته مزار کې له امنیتي ځواکونو سره ليدلي او پر نورو موضوعاتو سربېره يې د تیارسئ امر هم ورته کړی دی.

دغه پلاوي کې چې د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شریف یفتلي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علی مراد او د ملي امنیت ولایتي مرستیال عبادالله عباد شامل و، په فاریاب کې دولتي اداره په سیاسي ناستو کې له ګډونه وېرولي او ان په امنیتي ځواکونو يې ګواښلې ده.

د فاریاب ولایت له لیدنې وروسته دغه پلاوی مزار ته تللی او هلته يې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو ته ویلي، چې د هر ډول ناڅاپي امر پر وړاندې باید تیار اوسئ.

د دې قول اردو د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې دې پلاوي واک ورکړی چې هیچاته باید اجازه ورنه کړي چې له دولتي امکاناتو په سیاسي خوځښتونو کې ګټه واخلي.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې د جمعیت اسلامي او ارګ تر منځ ناستې لا هم بې پایلې روانې دي.

«یو» تلویزون د ارګ د یوې سرچینې له قوله ويلي، حکومت هوډ لري د بلخ نوی والي په شاهین قول اردو کې معرفي او همالته ورته ولایتي اداره فعاله کړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د