زړه بوږنونکی وحشت؛ بې سترګو، بې غاښو او د مخ له پوستوکي پرته جسد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کندهار؛ د هېواد هغه ولایت چې د امریکايي یرغل له پیله د وحشتونو شاهد پاتې شوی، د مخالفینو او ولسي وګړو جسدونه په میاشتو میاشتو لمر ته پرېښودل شوي، جسدونه په موټرو پسې کش شوي او ان اور ور اچول شوی دی.

دلته په امنیتي برخه کې ټول واک د دې ولایت له امنیه قومندان جنرال عبدالرازق سره دی، چې د بشري حقونو د سرغړوونکو په خپاره شوي لیست کې يې درېیم نوم دی.

تازه په کندهار کې د رازق کسانو یو تن دوکاندر له تښتونې وروسته، په داسې ډول وژلی چې د هغه ځينې خواخوږي يې هم په اړه ضد څرګندونو ته اړ شول.

د محمد شریفي په نوم بهر مېشتي افغان لیکوال، چې ډېری وخت د کندهار د امنیتي وضعیت اړوند تبصرې لیکي، پخپله فیسبوک پاڼه د هغه دوکاندار تصویر خپور کړی چې د رازق کسانو يې سترګې ویستلې، غاښونه مات کړي او د مخ پوستوکی يې بشپړ ترې ویستلی دی.

شریفي دغه کس د پنجوايي په دوراهي کې دوکاندار یاد کړی، چې له الکوزي قوم سره اړیکه لري، د هغه اوښتی جسد تېره ورځ د اتمې امنیتي حوزې اړوند ساحه کې پیدا شوی دی.

Raziq-wahshat

شریفي دغه کس د پنجوايي په دوراهي کې دوکاندار یاد کړی، چې له الکوزي قوم سره اړیکه لري،

شريفي لیکلي: «یاد کس د لغړیانو او خرکارانو لنډغرو اول ربړولی، شکنجه کړی، سترکي ځني کښلي، پزه او شونډان یې ترې پرې کړې، د مخ پوست يې ځني اړولی، په خوله کي يې غاښونه ورمات کړي، وروسته حلال کړی او د اتمي امنیتې حوزې په مربوطاتو کي یې غورځولی وو.»Sharifi-face

د فریدون کاکړ په نوم یو بل تن په تبصره کې لیکلي، چې د جنرال رازق د یو قومندان کرم تر لاس لاندې عسکر ورته د خپل قومندان له لوري په ژوندوني د یو تن د خېټې د څېرلو کیسه کړې، چې له امله يې دندې پرېښودو ته اړ شو.

کاکړ لیکلي، د منډي په نوم عسکر چې له کرم قومندان سره يې په غورک ولسوالي کې دنده ترسره کوله، له دې امله خپله دنده پرېښوده، چې قومندان يې د ده تر مخ د مسجد د یو طالب په ژوندوني خيټه ور څېره کړه او د هغه ینه يې ورته کباب کړه.Kakar-face

د هغه په وینا منډی اوس په ښکاپر دروازه کې د تېلو دوکان لري او خپل عادي ژوند پر مخ وړي.

جنرال رازق چې د خپل ورور تادین په ملګرتیا د ولسي وګړو او خپلو وسله والو مخالفینو د ځورونې، وژنې او تښتونې لپاره شخصي زندانونه لري، ګڼ داسې جنایات ترسره کړي چې په لیدلو، لوستلو یا اورېدلو يې ويښته نېغ ودرېږي.

هغه په ۱۳۵۸ لمریز کال په سپين بولد کې وزېږيد او په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د حامد کرزي د کورنۍ په ملاتړ په پوځي برخه کې په کار بوخت شو.

رازق د ولسي وګړو په وژنه کې دومره وړاندې لاړ، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې يې د خپل دفتر مخې ته درې تنه ولسي وګړي د تومانچې په ډز ووژل، خلک د شکایت لپاره تر ارګ ورسېدل خو پايلې نه يې درلودلې.

د جنرال رازق اړوند کسانو په ۲۰۱۵ میلادي کال اګسټ میاشت کې د هغو وژل شویو طالبانو جسدونه د بولدک ولسوالۍ مرکز کې وسوځول، چې له سرحدي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي و.

د هغه په اړه تبصره کوونکي هم د هغه له شکنجې خلاص نه دي، نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۵ل)، هغه خبر خپور کړ چې د رازق له لوري د هغه د عسکرو د سواد اموزۍ ښوونکی هم نیول شوی او شخصي زندان کې ساتل کېږي.

اته ویشت کلن احمد شاه چې په کور کې يې ځوانه مېرمن او دوه ماشومان له دریو کلونو راهیسې د راتګ لارې څارې، د جنرال رازق د شخصي زندان په ځمکتل کې برقي شارټونه زغمي.

نوموړی چې د کندهار له عالي درالمعلمین څخه له فراغت وروسته يې سپين بولدک کې له سرحدي او ملي پولیسو سره د سواد اموزۍ په برخه کې کار پیل کړ، د پولیسو اخلاقي زوال يې له نږدې وليد.

احمد شاه د پولیسو د بد اخلاقۍ، د پاکستاني کلدارو د معاش او د جنرال رازق او د هغه د ورور تادین له لوري د خلکو د ځورولو او لوټ کیسې په کابل کې شخصي مجلس کې يادې کړې وې، خبره د کندهار تر امنیه قومندانه رسېدلې او هغه هم د پولیسو دغه ښوونکی اختطاف کړ.

د هغه په اړه د یو کال په تېرېدو لا هم کوم معلومات نه دي شریک شوي، رازق او پلویانو يې د ولسي وګړو له عیني شاهدۍ سره سره له خپلو شخصي زندانونو پرلپسې انکار کړی دی.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

زه خو وایم چی ای الله ته د اسلام افغانانو او پښتنو دښمنان په شرمو وشرموی او د رازق په څیر وحشیان د اسلام د قانون منګلوته وسپاری ریښتیا هم چی دا وحشی صفته شخص ډیر بد او انسانیت څخه وتلی کس دی او دا د همدی وحشت له مخی تر دی مقامه رسیدلی الله دی نیست او نابود کړی.