افغانستان

فراه: بالا بلوک کې د ملي اردو شپيتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی نظامي ملګرو نن د جمعې په ورځ سهار د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ګنج اباد، خواجه خدر، کال قلعه اوشيوان په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو پر عسکرو درانه وسلوال بريدونه پیل کړل، چې تر غرمې دوولسو بجو پورې يې دوام وکړ.
خبر زياتوي، چې په نوموړې جګړه کې د ملي اردو ۳۳ عسکر و وژل شول او ۲۶ ټپيان شول.
خبر کاږي، چې د جګړې په پايله کې د ملي اردو دوه ټانکونه، يو رينجر او نورې سپکې او درنې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلې.
د ښاغلي احمدي له قوله په ياده جګړه کې د دوی څلور تنه ملګري ټپيان او دوه تنه يې وژل شوي دي.
د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx