د افغانستان (T20) پریمئیر لیګ تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغوموي، ۱۳۹۶ل): په پلازمینه کابل کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان (T20) پریمئیر لیګ تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنیکسر سپورټس (Snixer Sports) نومې هندي کمپنۍ د استازي لخوا لاسلیک شو، چې یاد لیګ د روان ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې  ترسره کیدونکی دی.

ښاغلي مشعل پر دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل: دا لوی بری او ویاړ دی، چې له نن وروسته افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د یوه نړیوال لیګ څښتن شو.

نوموړي زیاته کړه، دغه لیګ به ددې لامل شي، چې افغان لوبغاړي به د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پیدا کړي، او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته یو عایداتي سرچینه وګرځي.

له دې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا اعلان شوی و چې شپږیزه لیګ به د افغانانو لپاره په کابل کې ترسره کیږي او افغان پریمئیر لیګ به په عربي اماراتو کې ترسره شي.

د ښاغلي مشعل په وینا «ددې لپاره چې افغانان له سترو نړیوالو لوبغاړو سره ولوبیږي، د افغان غوره لیګ په عربي اماراتو کې ترسره کیږي، څو لوبغاړي له نویو تجربو برخمن شي».

د یادونې وړ ده چې په دغه لیګ کې به پنځه امتیازلرونکې لوبډلې ۲۳ لوبې کوي، چې له اتلسو تر شلو ورځو به دوام کوي چې ټولې لوبې به په ژوندۍ بڼه له تلویزیون څخه خپرېږي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د