
څېړنه: تر۲۰۴۰ کال به اسلام په امریکا کې دويم ستر دين وي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل):په امریکا کې شوې څېړنې وايي، چې په دغه هېواد کې مسلمانان ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي او د ۲۰۴۰ م کال په راتلو به اسلام د امریکا دويم ستر دين وي.
«بیو» څېړنيز مرکز ويلي، چې ۳.۴۵ ميليونه مسلمانان په امریکا کې ژوند کوي، چې د ټولو امریکايي اوسېدونکو ۱.۱٪ سلنه پوره کوي.
بيو څېړنيز مرکز په دې باور دی، چې تر راتلونکو ۲۲ کلونو به په امریکا کې مسلمانان د یهودو ځای ونيسي او په دغه هېواد کې به دويمه ستره ټولنه د مسلمانانو وي.
د اټکل له مخې تر ۲۰۵۰ م کاله به په امریکا کې د مسلمانانو شمېر ۸.۱ ميليونه وي.
له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼه وايي، د کنټاکي پوهنتون د اسلامي څېړنو د مرکز له استاد احسان باغبي له خولې ليکلي، چې اسلام په امریکا کې پر وړاندې روان دی او په راتلونکو څو کلونو کې به د امریکايي ټولنې مهمه برخه وي.
استاد باغبي د امريکا له «ان بي سي» ټلويزويون سره په مرکه کې ويلي، چې «زه د خپلو څېړنو له مخې په دې باور يم، چې امریکايي ولس د اسلام منلو ته مخه کړې، خو یو شمېر يې لا هم د اسلام له منلو نټه کوي.»
د پوهنتون دغه استاد وايي، چې اسلامي نړۍ لا هم له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره لاس او ګريوان ده او کېدای شي ډېری مسلمانان امریکا د کډوالۍ لپاره غوره کړي.
يو لور ته په امریکا کې د اسلام د منلو هڅې په برياليتوب روانې دي، بل لور ته د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي هڅه کوي، چې امریکا ته ولاړ شي او له همدې امله دا اټکل ډېر پر ځای ښکاري، چې اسلام به په راتلونکو کلونو کې د امریکايي ټولنې مهمه برخه شي.