نړۍ

شیخ عبدالله: د کفارو هېوادونو ته بې ضرورته سفر حرام دی

د الحیات ورځپاڼې د راپور له مخې سعودي ديني عالم شیخ عبدالله السوالیم وايي چې بې ضرورته کفري هېوادونو ته د مسلمان سفر حرام دی.او یو مسلمان باید له سخت ضرورت پرته د کفارو هېوادونو ته سفر ونه کړي، د یادې ورځپانې د خبر له مخې شیخ عبدالله وايي چې د ډېر ضرورت تر څنګ باید مسلمان په خپله عقیده او ایمان کلک باور ولري، چې په هغه هېواد کې به غیر شرعي کارونه ترې نه کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې اروپايي هېوادونو ته پرلپسې افغان ځوانان هوسېږي او ډېر يې په بېلابېلو نومونو غواړي هلته خپلې کورنۍ ته هم پناه واخلي. پر دې سربېره ډېر هغه ځوانان چې په بېلابېلو نومونو کفري هېوادونو ته تللي دي یا بېرته خپل هېواد راتګ نه غواړي، یاهم چې بېرته راغلي دي، نږدې خپلو ټولو ارزښتونو ته په بده ګوري. دلته داسې انګېرل کېږي چې په کفري هېوادونو کې د ماغزو مينځلو ځانګړې تګلاره شته چې پر مسلمان ځوانانو ډېر کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x