fbpx

د ټاکنو کمېسیون د غوراوي کمېټې لپاره ۳ نوماندان ارګ ته ورپېژندل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې مشر جاوېد رشیدي وايي، د دې کمېټې د یوې څوکۍ د ډکولو لپاره ۸۸ تنو غوښتنلیکونه ورته سپارلي وو، چې درې تنه یې ترې غوره کړي او له ډلې به یې یو تن د غوراوي کمېټې غړی شي.

د رشیدي  په خبره، د غوراوي کمېټې د یو تن د ټاکلو لپاره یې پروسه شفافه وه او د پوره څېړنو وروسته یې حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادرځاځی وطندوست ولسمشر غني ته وروپېژندل، چې یو تن به ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې غړی شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د درې واړو نوماندانو سره د مرکې وروسته به ارګ خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غوراوي کمېټې د روانې میاشتې په اوومه نېټه کار پیل کړی و، چې تېره ورځ ناوخته یې درې تنه ارګ ته وروپېژندل.

ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۷د چنګاښ پر ۱۶مه ترسره شي.

تېره اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړیو ویلي وو، چې تراوسه افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او نه هم نورو مرستندویه ادارو مرسته ورسره نه ده کړې او د دوی د خپلو طرحو د پلي کولو لپاره په کافي اندازه بودیجه نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله د غوراوي کمېټې اوو غړیو خپلې دندې څو میاشتې وړاندې پرېښې وې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د