کرېکټ: افغانستان ۱۹ کلن سبا ته له پاکستان سره لوبه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه سبا ته له پاکستان سره ده او د افغانستان او پاکستان په لوبه به نړیوال جام هم پیل شي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشر نوین الحق وايي، سبانۍ لوبې له پاره یې پوره چمتو والی نیولی او هیله لري چې دغه لوبه به هم د افغانستان په ګټه تمامه کړي.

د ۱۹ کلونو په نړیوال جام کې افغانستان سبا ته له پاکستان، د جنوري په ۱۷مه له سریلانکا او په ۲۰ نېټه له ایرلنډ سره یوه ـ یوه لوبه لري او که په دغو درې لوبو کې بریا خپله کړي، نو دویم پړاو ته وتلی شي.

د ۱۹کلنو لوبډلمشر په خبره، پاکستان د افغانستان لپاره شپږ لوبغاړي بدل کړي او دغه بدلون د افغانستان په ګټه تمامېدای شي.

د ۱۹ کلنو د ۲۰۱۸کال په نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري او هره لوبډله د خپل ګروپ له درې لوبډلو سره لوبې کوي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام له ۱۹۸۸ز کال راهیسې پیل شوی، چې درې ځل هندوستان، دوه ځلې پاکستان، درې ځل اسټرالیا، یو ځل سویلي افریقا، یو ځل انګلستان او د ۲۰۱۶ز کال اتلولي یې ویسټ انډیز ګټلې وه.

افغانستان څو میاشتې وړاندې په اسیا جام سیالیو کې پاکستان ته دوه سترې ماتې ورکړې وې او د افغانستان په پرتله به د پاکستان لوبډله تر زیات فشار لاندې وي.

د ۱۹کلنو نړیوال ۵۰ اوریزه جام سږکال په نیوزیلنډ کې ترسره کېږي، چې د روانې میاشتې په ۱۳مه پیلېږي او د فبروري په ۳ به یې پایلوبه وي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.