هغه خواړه چې د سرطان ناروغۍ خطر زیاتوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سرطان ناروغي که څه هم اوس لا علاجه نه ده خو په مشخص ډول د درمل نه لرلو له امله یې درملنه خورا دردناکه او ستونزمنه وي.

دغه ناروغي د راتلو نه وړاندې ډيرې مرحلې او علامات لري، خو کله چې انسان په تکراري ډول ددغو علاماتو مخه ونه نیسي د سرطان په ناروغۍ اخته کیږي.

ایا تاسې ته معلومه ده چې ځینې داسې خواړه هم شته چې له کبله یې د سرطان ناروغۍ پیدا کیدلو لامل کیږي؟ دغه خواړه په لاندې ډول دي:

ډيره خوږه خوړل

که مو په زیاته خوږه خوړلو سره له شکر ناروغۍ ویره نه کیږی نو باید پوه شئ چې دا د سرطان ناروغۍ خطرونه څلور چنده زیاتوي، د بیلجیم د کیتولیک پوهنتون د څیړنې له مخې زیاته خوږه خوړل د سرطان حجرو شمېر څو چنده زیاتوي، عامې حجرې اکسیجن د بدني وړتیا لپاره په ګلوکوز «انرژۍ» بدلوي خو د بورې «چیني» زیات استعمال سرطان ځپلې حجرې په دغه ناروغۍ بدلوي.

جنک (پاخه) خواړه استعمالول

که تاسو د جنک غذا لکه برګر، پیزا او داسې نور خوښوئ، نو دغه عادت مو د سرطان لامل کیدلی شي، د ایریزونا پوهنتون په یوه څیړنه کې په لومړي ځل ویل شوي چې دغه عادت انسان د سرطان تر څنګ په نوور خطرناکو ناروغیو اخته کوي، د څیړنې پر اساس هغه کسان چې د جنک غذا زیات شوق لري نسبت نورو ته دوی کې د سرطان ناروغۍ لس سلنه خطر زیات وي.

سورخي غوښه

په سویډن کې د کارولینکا انسټیټیوټ د څيړنې له مخې د سورخي غوښې زیات استعمال د زړه ناروغۍ څخه د مړ کیدو خطر ۲۴ سلنه زیاتوي، څیړنه کې ویل شوي چې دغه عادت د شکر ناروغۍ خطر ۳۲ او سرطان خطر ۸ سلنه زیاتوي، په څیړنه کې دا هم ویل شوي چې روزمره سل ګرامه سورخي غوښه استعمالول د مثانې خطر ۱۷ سلنه زیاتوي، په داسې حال کې چې د سینې سرطان خطر ۱۱ سلنه زیاتوي، د څیړنې پر اساس دغه غوښه د تودوخي په زیاته لوړه کې پخیږي چې له امله یې د heterocyclic amines کیمیاوي موادو د موندل کیدو لامل کیږي، چې په انسان کې د مختلفو ناروغیو خطر زیاتوي.

الکول استعمالول

د سرطان نیشنل انسټيټیوټ د څیړنې پر بنسټ الکول استعمال د سر، مرۍ، غذا نالۍ، ځیګر، مثانې، معدې او سینې د سرطان ناروغۍ خطر زیاتوي.

همدا ډول د یوې بلې څیړنې پر بنسټ د مصنوعي خوږو زیات استعمال هم د سرطان ناروغۍ خطر زیاتوي، ځکه چې په دې کې زیات زهرجن اثرات پاتې کیږي چې په پای کې د سرطان ناروغۍ لامل کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.