له ښاغلي اتمر او وزیري پرته نور دولتي چارواکي هم کوښښ کوي په یوه ډول نه یوه ډول په افغانستان کې د داعش شتون د یوه بالقوه خطر په توګه تلقي او د مخنیوي لپاره یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتي کیدل یو ضرورت وبولي.

دولتي چارواکي د داعشي کمپاینرانو په رول کې

شاهد (غزنیوال)

د ګډ حکومت دولتي چارواکي په افغانستان کې د بهرنیو په تیره امریکايي ځواکونو د پاتي کیدو لامل دلته د دوی په اصطلاح د ۲۱ تروریستي ډلو شتون پلمه کوي.

خو چې کله دا پوښتنه تري وشي چې امریکایانو خو یواځې د طالبانو اوالقاعده د شتون په پلمه افغانستان اشغال او ۱۷ کاله یې په همدې پلمه دلته د افغانانو وینې وبهولې دا نورې ۱۹ وسله والې ډلې له کومې شولې ؟ دوئ یې په مقابل کې لاځوابه پاتې شي.

کاشکي هغوی یواځې په خپله لاځوابي بسنه کړې وای؛ بلکې د هغه ترڅنګ په ښکاره ډول داعش تروریستي ملیشوته د کمپاینرانو رول تر سره کوي.

د داعش لپاره د دولتي چارواکو د کمپاینري یوه بیلګه د ګډ حکومت امنیتي سلاکار ښاغلی حنیف اتمر او جنرال وزیري استدلال دی چې په هره غونډه او مناسبت کې وايي ځکه امریکايي حمایت او په افغانستان کې د هغوي پوځي شتون ته ضرورت لرو چې په مقابل کې مو ۲۱ تروریستي ډلې جنګیږي.

له ښاغلي اتمر او وزیري پرته نور دولتي چارواکي هم کوښښ کوي په یوه ډول نه یوه ډول په افغانستان کې د داعش شتون د یوه بالقوه خطر په توګه تلقي او د مخنیوي لپاره یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتي کیدل یو ضرورت وبولي.

د طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره د ټرمپ ستراتیژي تر بي اثره کیدو او ناکامي وروسته له تیرو څو اونیو راهیسي د دولت پلوه رسنیو لخوا په افغانستان کې هرځای د داعش د راټوکیدو او ځواکمن کیدو خبرونو ډیر زور اخیستی.

د دې خبرو په ترویج او تشهیر کې هم تر بل هرچا زیات د ګډ دولت رسمي چارواکي او دولت پلوه رسنۍ رول لري.

د بیلګې په توګه وړمه ورځ یوې دولت پلوې رسنۍ د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ولسوال صاحب خان له خولې خبر نشر کړ چې د قره باغ په ولسوالي کې داعش ډلې په خپرو کړو پاڼو کې له خلګو غوښتي چې طالبانو ته پناه ورنه کړي ، خپلوان د دې ډلې له لیکو وباسي او ځای دې نه ورکوي.

د یادې رسنۍ په خبره د غزني د ولایتي شورا یو غړی عبدالباري شلګری هم په غزني کې د داعش خبرداري تاییدوي، وايي چې د داعش ډله د غزني په ځینو سیمو کې پیدا شوې ده ، د یادې رسنۍ په حواله شلګری دا هم ویلي چې داعش ډله غواړي هغه سیمې ونیسي چې اوس طالبان پکې زیات فعال دي…

ځیني رسنۍ تر دې هم مخته تللي او د هغو پاڼو انځورونه یې نشر کړي چې د دوي په اند د ( داعش افغانستان ډلې) لخوا په قره باغ ولسوالۍ کې خپرې شوې دي.

د (داعش افغانستان) په نوم ډله هغه نوې ډله ده چې امریکایانو هم د ۲۱ تروریستې ډلو په جمله کې نه ده حساب کړې، ځکه هغه چې د امریکایانو لخوا اعلان شوې هغه د تنظیم الدوله خراسان څانګه ده .

په هرصورت ګډ حکومت او د هغه فاسد چارواکي غواړي د خپل فاسد واک د دوام لپاره داعشي وحشتګرو ته د کمپاین په وسیله اشعالګرو ته د اشغال مبررات پیدا او له دې لارې افغانستان نورهم د اشغالګرو تر اشغال لاندې پاتې کړي.

خو هغوی باید پوه شي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به حتما اجنبي اشغالګر د افغانستان پریښودو ته اړیستل کیږي او تاسو به د دې شرموونکي موقف له امله د افغان ولس محاکمې ته د تاریخي مجرمینو په حیث یواځې پاتي کیږئ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.