د اربکي وحشت یوه بوږنوونکي بیلګه

احمد مختار

وړمه ورځ په خواله رسنیو کې د یوه معصوم زلمي او د هغه د وحشي وژونکي یو انځور نشر کړل شو.

دا تصویر د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د میرواعظ کلا اوسیدونکی د دینې علومو زده کوونکي طالب العلم جمشید دی چې له مدرسې څخه کورته په لاره د سیمي د بارک دین نومي اربکي لخوا د قره باغ ولسوالۍ د ولي داد په کلي کې تر نیول کیدو وروسته په نهایت بوږنوونکي ډول شهید کړای شو.

دا بوږنوونکې پیښه چې په رڼا ورځ د سیمه ییزو اربکي ملیشو لخوا د وليداد کلي په عامه لاره کې رامنځته شوه د خپل نوعیت له مخې نه لومړۍ او نه به هم وروستۍ واقعه وي.

په یاده پیښه کې د پام وړټکي دادي چې قاتل یې له وژل شوي جمشید سره د هغه تر وژنې وړاندې انځورونه هم اخیستي چې دا د دې ښکارندوینه کوي چې اربکي قاتلین د خپلو وحشیانه کړونو په وړاندې د هیڅ ډول قانوني مؤاخذې پروا نه لري.

له تصویر څخه له ورایه ښکاري چې جمشید نومې زده کوونکی له دې پرته چې قواره او بڼه یې د دینې علومو د زده کوونکې ده بل هیڅ داسې شواهد او اثبات نسته ورباندې چې د نوموړی د نیول کیدو او بیا په داسې وحشیانه ډول د وژل کیدو لامل وګرځي .

ځکه که له هغه سره کومه وسله یا وژونکې آله وای نو حتما به اربکي ملیشو د جمشید د جُرم د اثبات په خاطر هغه هم په تصویر کې ورسره یوځای ښکاره کړې وای .

د تصویر له اخیستو دا ښکاري چې وژل شوي جمشید یواځې د بارک دین نومې اربکې د وحشت قرباني نه ؛ بلکې د هغه په وژنه کې ورسره د ده نور اربکي ملګري هم شریک دي.

یاده پیښه په هیواد کې د جنرال پترایس په لاس جوړوشوبو اربکي ملیشو مشت نمونه یې خروار ده چې یواځې د قره باغ ولسوالۍ په کچه تقریبا هره میاشت او د غزني ولایت یا په مجموع کې د ټول هیواد په کچه هره ورځ د ځوریدلو افغانانو خلاف تکراریږي.

د بیلګې په توګه تیرکال د لړم د میاشتې په ۵ نیټه د همدې قره باغ ولسوالۍ د ولیداد او ګډولو چمبر کلیو اوسیدونکي د حمیدالله او فدا محمد په نوم د سلطان محمود د لیسې دوه تنه زده کوونکي د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان پاسوال روح الله په عین وحشت او قساوت سره شهیدان کړل.

همدا راز تر دې ویرجنې پیښې په تعقیب د مرغومې د میاشتې په ۱۰ همدې د قره باغ ولسوالۍ امنیه قومندان اربکي ملیشو د یادې ولسوالې په ارباب کلي کې د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځي یو محصل چې په رخصتي کورته راغلی و په عین وحشت سره وواژه.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ د جمشید نومي مظلوم شهید له شهادت سره هم مهاله په خواله رسنیو کې د کندهار ولایت د امنیه قومندان د ساتونکو لخوا د یوه بل مظلوم شهید داسې بوږنوونکی تصویرخپریږي چې سړی یې د لیدو توان نه لري، په رسنیو کې د خپروشویو معلوماتو پراساس د دې بوږنوونکي تصویر څښتن هم د کندهار ښارد دوراهي یوعادي دُکاندار دي چې د کندهار امنیه قومندان د ساتونکو لخوا تر نیول کیدو وروسته یې د هغه سترګې یستلې، غاښونه یې ورمات کړي د مخ پوستوکی يې ترې ویستلی او وروسته یې حلال کړی دی.

دغه ډول وحشت د سلیم الطبع انسانانو کارنه ؛ بلکې د داسې سادیستانو وحشیانه عمل دی چې له هر ډول انسانیت نه تجرید او د نورو انسانانو له وژلو او کړولو خوند اخلي.

همدغه سادیستي لیونیان د اشغال تر سیوري لاندې د حکومت په نوم هغه امنیتي څاروندویان دي چې د ټولنې د خدمتګار په نوم د اشغالګرو لخوا روزل شوي ، تمویل شوي او پر ولس تحمیل شوي دي.. فاعتبروا یا أولي الابصار



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.