د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پلاوی افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي رسنۍ وايي، چې د امنيت شورا هېوادونو يو پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

تر اوسه د دغه سفر موخه نه ده کره شوې، خو د چارو یو شمېر شنونکي وايي، امنيت شورا د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې لري او د همدغو اندېښنو د څېړنو لپاره افغانستان ته سفر کوي.

له تېرو څو کلونو راهيسې نړيواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو په اړه زړه نازړه شوې، په ګډ حکومت کې د شته فساد او د چارواکو له بې کفايتۍ سرټکوي او ټينګار کوي، چې افغان حکومت ته بايد مرستې مشروطې ورکړل شي.

د چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، چې امنيت شورا د افغانستان امنيتي وضعيت او ګډ حکومت د فساد په اړه اندېښنې لري او د همدې موخو لپاره يې افغانستان ته خپل سفر پلان کړی دی.

ښاغلی ځلاند وايي: «حکومت د مرستو په اړه له ننګونو سره مخ دی، که د امنيت شورا له استازو سره يې مذاکرات بريالي شول او هغوی يې د فساد پر ضد هڅو ته قایل شي، دا به د افغان حکومت لپاره لویه لاسته راوړنه وي.»

له تېرو اوو کلونو راهيسې دا لومړی ځل دی، چې د امنيت شورا استازی افغانستان ته سفر کوي.

د امنيت شورا اوسنی مشر د قراقستان سفیر خیرات عمروف د دې سفر پخلی کړی، خو د سفر کره تاريخ يې نه دی په ډاګه کړی.

عمروف ويلي، چې امنيت شورا په افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړ کوي او ټينګار يې کړی، افغان حکومت بايد د فساد د مخنيوي او د نشه‌يي توکو د کرکيلې مخنیوی یقيني کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د