که زه له تندي مړ شوم

masajidاسمان  د زمکي په اوسېدونکیو خوږې اوبه اوروي ترڅو يې هغوی وڅښي او ځواکمن شي ، اسلام مونږ ته داسي راښيي چي د انسانانو له خوښۍ او نېکمرغۍ سره مېنه په خپلو زړونو کي وساتو او دهمدغه میني په اساس ورسره خپل نظرونه او افکار شریک کړو.

خو ځیني کسان په ډېره لاپروايي سره دعباراتو او افکارو له مخي دا مفاهیم په بل لور اړوي ، سړی ډېر خپه شي چي کله داسي څه وويني چي هغه يو حقیقت تحریف کوي .

کله چي يوڅوک پخپل ژوند کي داسي پېښي وويني چي  هغو يې دژوند خوند ورترېخ کړي وي دایمان غوښتنه يې داده چي نور انسانان وپوهوي چي له دې ډول جمپونو او کډو څخه دخپل ژوند ګاډی وژغوري کوم چي ستونزي او ستومانیوي زېږوي، هرڅوک نشي کولای چي له ټولو هغو ډبرو څخه چي د ژوندانه په لاره کي ورسره مخامخ کېږي د هوسایني بام ته يوه پوړۍ جوړه کړي، بلکه کېدای شي هغه يې پداسي شکل نوک ووهي او له پښو يې واچوي چي د تل لپاره يې دخپل مسیر له تعقیب څخه په شا کړي په تېره بيا کله چي دا نوک وهني ګڼي او تکراري شي او غمونه زیات شي .

کله يو انسان د ناسمي پرېکړي په نتېجه کي ډېر ستومانه شي او سخت کړاوونه يې په برخه شي خو که داسي وهم شي خو دا به بده نه وي چي ددې هڅه وکړي چي نورهغه انسانان چاته چي يې غږ رسېږي وېښ کړي چي پام کوﺉ ددې لاري په پای کي کډی دی او تاسو پکي لوېږﺉ. او يا دا لار اغزنه ده او تاسو نشئ کولای اېبلي پښې پکي تګ وکړﺉ .

نه خويې کوم بدل غواړي او نه مننه بلکه د الله تعالی درضا په خاطرخپله ژوندۍ تجربه ورسره شریکوي ترڅو د نورو ژوند خوندور شي .

داچي يوڅوک نیتونه سپړي او څېړي ډېره حیرانوونکي ده چي څه ډول ځانونوته داډول اجازت ورکوي چي دنورو په هڅو او کوششونو تور داغونه ولګوي، او په بدو تورو دنورو د ژوند تجربې او افکار بد نما کړي دا‌ډول ګوت نیوني او دنيتونو سپړل په حقیقت کي د اوبو په سر هغه ځګ ته ورته دي چي هېڅ ډول ګټه نلري هغوی په حقیقت کي دخپل بې ځایه منطق په توره د پوهانو او حکماوو غاړي ورغوڅوي .

که يولیکوال څه ولیکي وايي هرو مرو به يې همدا لیکل ځکه چي دهغه له وضعي سره ورته والی لري، اوکه په یوه پېښه تبصره وکړي وايي دخپلي ذاتي ګټي په اساس يې داسي څه لیکلي دي، که ديوې قضیې په مرسته کي لیکنه وکړي وايٍي دا يې دځان غوښتني په خاطر کړي ده . هغوی داسي فکر کوي چي نور دزمکي په مخ داسي عقلونه نشته چي دکومي قضيې ملاتړ وکړي ، او يا په کوم اصل او یاشریعت عقیده او ایمان ولري چي دخودخواهۍ او ذاتي مصلحتونو له دایرې څخه لېري دهغې له مخي د ځينو افکارو او معتقداتو ملاتړ وکړي .

څوک به داسي اټکل کوي چي يوڅوک چي بل ته نصېحت کوي ورباندي فرض ده چي خپل ژوند يې يوه عملي نمونه وي؟ چېرته داسي واعظ ، مستشار اویا لېکوال شته چي دهغه ژوند له کړاوونو او ستومانیو څخه تش وي ؟ ایا هغوی نور باید له منبرونو څخه راښکته شي؟ ایا لیکوالان باید خپل قلمونه مات او له لیکنو څخه لاسونه واخلي، او دافکارو خاوندان له نورو سره خپل فکرونه شریک نکړي او خپل ځانونه هوسا کړي؟

آیايواځي هغه څوک باید د نېکمرغۍ خبري وکړي دچاچي خپل ژوند نېکمرغه وي، يوازي هغه څوک بل ته مشورې ورکړي چاچي خپل ژوند هوسا کړی وي او يوازي هغه لیکوالان لیکني وکړي څوک چي دبري پړاو ته رسېدلي وي؟

که داسي شي نو څوک به خبري کوي او څوک به لیکني کوي؟

پرېږدﺉ چي زړونه یخ شي ، قلمونه پرېږدﺉ چي دبدمرغۍ او پرېشاني لاملونه ولیکي، کېدای شي داسي څوک درته دژوند درغولو درمل وړاندي کړي دچاچي ژوند له ناروغیو او ستومانیو سره ډغري وهلي وي ترڅو پخپله خوښه درته دخپلي ژوندۍ تجربې په رڼا کي دخپل رنځ لاملونه څرګند کړي دا به دهغه ستره مهرباني وي او غواړي چي ته په هغه څه اخته نشې کوم چي دده دژوند خوند يې ورترېخ کړی وو، آیا ته دا درمل ځکه نه کاروې چي هغه پخپله ناروغ دی او یاوو ؟

هغه تاته د خپل ژوند روح او خلاصه ډالۍ کوي ته دخپلي لويي او تکبر له مخي دهغه ډالۍ مه واپس کوه هو ښیار هغه څوک دی چي دنورو له حالاتو څخه پندونه واخلي .

که زه په يوه وحشتناکه بېدیا کي له تندي مړ شوم خیر دی خو تاته هغه چېنه درښیم چېرته چي خوږې اوبه ستا تنده ماتولی شي او نه غواړم چي زما غوندي له تندي مړ شې .

لیکنه: ابو خلیل قدوسی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.