ورزش

بیګ بیش لیګ: محمد نبي وځلید خو بریا یې خپله نه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې محمد نبي غوره لوبه ترسره کړه خو لوبډلې یې بریا ترلاسه نه کړه.

لوبه نن د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې د ۴۴۰۰۰ نه زیات مینوالو ترمخ ترسره شوه چې په کې پچه د نبي لوبډلې وګټله خو لومړی یې توپ اچونه ترسره کړه.

د معمول په څېر تجربه لرونکی توپ اچونکی محمد نبي لومړي اور ته راوستل شو چې د خپل لومړي اور په دریم توپ یې ویکټه ترلاسه کړه او مخالف لوبډله یې تر فشار لاندې راوسته، همدا ډول نبي په پیل کې دوه اورونه ترسره کړل چې ۶ منډې یې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

وروسته د مخالف لوبډلې لخوا کیوین پیټرسن او هینډسکومب غوره لوبه ترسره کړه، د نبي نه پرته هیڅ کوم یو لوبغاړی ونه توانید چې ویکټه ترلاسه کړي تر څو محمد نبي بیا توپ اچونې ته راغی ویکټ یې ترلاسه کړه او دغه ستر شراکت یې مات کړ.

همدا ډول محمد نبي په ۴ اورونو کولو سره هیڅ کومه شپږیزه یا څلوریزه ونه خوړه، او په ټولو اورونو کې یې محض ۱۵ منډې په ۳.۷۵ ایکانومي ریټ ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

میلبورن سټار لوبډلې نبي لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه، چې ددوی لخوا کیوین پیټرسن غوره توپ وهنه ترسره کړه، ده د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۴۶ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د نبي لوبډلې ورو پېل وکړ، چې په دوهم اور کې يې ویکټ هم له لاسه ورکړه او لوبډله یې تر فشار لاندې راغله، تر دې چې ډاین براوو او نبي ترمنځ ښه شراکت ترسره شو خو ونه توانیدل ټاکلی هدف پوره کړي.

محمد نبي د ۳ څلوریزو په مرسته په ۱۷ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې او وسوځید، ددوی لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ټولې ۱۴۴ منډې جوړې کړې او د ۲۳ منډو په توپیر یې میلبورن سټار لوبډلې ته ماتې وخوړه.

د یادونې وړ ده چې محمد نبي په تېره لوبه کې هم په بیټ او توپ دواړو کې ښه لوبه ترسره کړې وه چې له کبله یې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی و او لوبډلې یې بریا ترلاسه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx